په خوست کې د بې پولې ډاکټرانو ددفتر د پرانېستلو ژمنه وشوه

د بې پولې ډاکټرانو موسسې عمومي مشرمېخاېل هافمن په خوست كې د خپلو راتلوونكو روغتيايي پلانونوپه موخه د خوست له والي عبدالجبار نعيمي سره وليدل. داهغه موسسه ده،چې په هلمند اوكابل كې مركزونه لري اود روغتيايي پروګرامونوپه برخه كې هراړخيزې اودپام وړ مرستې كوي . خوست والي عبدالجبارنعيمي د هافمن په راتګ خوښي څرګنده او هيله يې وښوده،چې دوى به وكولى شي، چې خوست يې پاملرنه راجلب کړي. والي د بې پولې ډاکټرانو عمومي مشرمېخېل هافمن ته دخوست او په ځانګړې توګه د روغتيايي فعاليتونو په برخه كې معلومات وركړل . نعيمي زياته كړه:((زموږخوست مېشتي ولسونه د نوروكارونوترڅنګ له لازمو روغتيايي سهولتونوڅخه هم بې برخې پاتې دي او په دې برخه كې مو له تاسو هيله داده ،چې زموږسره د روغتياپه برخه كې زموږد ولسونو د شته ستونزوهواري په موخه د لازمو روغتيايي سهولتونوپه برابرولوكې مرستې وكړئ.)) MSF (دبې پولې ډاکټرانو )موسسې عمومي مشر په دې خوښي وښوده،چې خوست والي له دوى څخه هغه غوښتنې وكړې ،چې واقعا ورته اړتيا ده.او ډاډ يې وښود،چې دوى به د خوست والي نعيمي د غوښتنوپه ځواب کې هر ډول امكانات په كار واچوي . هافمن ، له والي سره ژمنه وكړه چې په ټول توان سره به هڅه وكړي چې په خوست كې خپل دفتر پرانيزي .

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: