دپاکستان په ډيره اسماعیل خان کښې ۱۲ کسان وژل شوي

را رسيدلي راپورونه وايي دپاکستان دخيبر پښتونخوا صوبې په ډیره اسماعيل خان په پيند سيمه کښې نن دطالبانو ډلې په يوه ځانمرګي بريد کې چې په يوه سایکل یې ترسره کړ وو دولس کسان ووژل شول . د ډيره اسماعيل خان د حکومتي روغتون دعاجلې برخې مشر ډاکټر ناصر ملک اختر وويل دطالبانو په ننۍ حملې کښې دولس کسان وژل شوي او لس نور ژوبل شوي . په وژل شويو کسانو کښې يوه مېرمن او يوه شپږ کلنه جلۍ شامله ده . لدې سر بېره دپوليسو د يوه افسر (‌ډي ايس پي) اقبال مروت په ګډون درې پوليس هم وژل شوي دي . دپاکستان طالبانو ډلې وياند اعظم طارق ددغه بم چاودنې مسوليت پرغاړه اخستی دی . هغه وويل مونږ به په پوليسو حملې وکړو او پوليس زموږ دحملو په ليسټ کښې شامل دي . دپاکستان په بېلابېلو سيمو کښې دطالبانو ، القاعده ، لشکر جنګوي او نورو ډلو په حملو کښې په تېرو دريو کلونو کښې څه دپاسه درې زره درې سوه کسان وژ ل شوي چې اکثره پکښې ښځې او ماشومان شامل دي .

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: