امریکايي ځواکونه وايي پر بګرام د طالبانو په حمله کې یې ۷ تنه طالب جنګیالي وژلي

 

ناټو وویل چې نن په بګرام کې د امریکايي ځواکونو پر اډې د وسله والو طالبانو په حمله کې اووه تنه حمله کوونکي وژل شوي او څلور امریکايي پوځیان ژوبل شوي دي .

له بګرام څخه د ازادۍ راډیو د خبریال له راپور سره سم یوشمېر وسله والو طالبانو نن سهار وختي د بګرام هوايي اډې پر دروازې برید وکړ اوهڅه وکړه چې د بګرام اډې ته ننوځي .

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا وکړه چې شلو وسله والو طالبانو نن پر بګرام هوايي اډې برید وکړ اوڅلورتنه ځانوژونکي وتوانېدل چې له لومړۍ دروازې تېر شي اوله امریکايي ځواکونو سره جګړې ته دوام ورکړي .

د بګرام د هوايي اډې ویندوی ډګروال کلارینس کونټس وویل چې دوی تل پر خپلې اډې د دا ډول حملو په وړاندې تیاري لري .د نن سهار حملې ته هم د دوی ځواب ډېر چټک وو.

 وسله وال طالبان وايي چې نن شپه څلورنیمې بجې یې د بګرام پر هوايي اډې برید کړی او څلور تنه ځانمرګي یې بریالي شوي چې د اډې منځ ته ننوځي .بګرام په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو لویه اډه ده .

لومړني راپورونه وايي چې شاوخوا شل طالبانود بګرام د هوايي اډې پر دروازې برید وکړ او له امریکايي پوځیانو سره ښکېل شول .

د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې جګړه روانه ده او افغان امنیتي چارواکي نه دي حاضر شوي چې په دې هکله نظر څرګند کړي .

په بګرام کې یوه امنیتي مقام وویل چې دوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې په جګړه کې داخل شي .هغه همداراز وویل چې امریکايي ځواکونو د طالبانو پرضد له هیلي کوپترو څخه هم کار اخیستی دی.

امریکايي پوځي مقاماتو هم تر دې دمه د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي خو د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې د دوی څلور ځانمرګي بریالي شوي چې د بګرام د هوايي اډې له دروازې تېر شي اواډې ته ننوځي .

د بګرام تر نننۍ حمله مخکې پرون طالبانو په کابل ښار کې په یوه ځانوژونکې حمله کې  شپږ بهرني پوځیان منجمله یو کاناډايي ډګروال ووژل .د طالبانو په دې حمله کې چې دارلامان نړېدلې ماڼۍ ته نژدې وشوه ، لږترلږه دولس افغان ملکیان ووژل شول او اووه څلوېښت نور ټپیان شول .اکثره افغان قربانیان د ملي بس سپرلۍ وې .

د طالبانو له لوري دا بریدونه د دې ډلې له هغې اعلامیې وروسته کېږي چې پراساس یې ویل شوي وو د الفتح په نوم به د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ځانوژونکي او بمي حملې پیل کړي .

د طالبانوپه اعلامیه کې د حملو د پیل وخت د مې دولسمه ښوول شوې وه چې ولسمشرکرزی امریکا ته روان وو.

طالبان په داسي حال کې خپلې حملې تېزې کړي چې ولسمشرکرزي د سولې د بهیر د چټکولو لپاره د سولې ملي مشورتي جرګه وربللې او وايي چې د دې جرګې او له طالبانو سره د سولې د هلوځلود پرمخ بېولو لپاره یې د امریکا ملاتړ ترلاسه کړی دی .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: