د نړۍ پنځمه برخه په نااشنا مخلوق باور لري

د نړۍ په سلو كې شل كسان باور لري چې د ځمكې په مخ نااشنا مخلوق په بدله څېره كې مثلا د انسان په څېره كې ، موجود دى .

 د رويټرز  اژانس له راپور سره سم، اپسوس موسسې د نړۍ د دوه ويشت ملكونو له درويشت زره كسانو  د زمكې په مخ د نا اشنا مخلوق د شتون يا نه شتون په باره كې پوښتنه كړې او ورمعلومه شوې ده چې په هرو سلو كسانو كې شل كسه ګومان كوي چې ممكن د نورو ستوريو يا داسې نور نااشنا مخلوق په بدله څېره كې دلته واوسي.

 

  د دې سروې په وخت معلومه شوه چې د هندوستان او چين خلك په دغسې نااشنا موجوداتو باندې ډېر باور لري . په دغو دوو هيوادونو كې په هرو سلو پوښتېدليو كې څلوېښت كسو ويلي دي چې د دوى زړۀ ته دا خبره لوېږي چې د ځمكې په مخ به د انسان په شكل كې نااشنا مخلوقات موجود وي.

 د دې سروې په اړه له خپارۀ شوي راپور سره سم، په  سويډن، هالنډ او بلجيم كې ، په نااشنا مخلوق باندې د باوري كسانو تعداد تر بل هر ځاى كم دى . په دغو دريو هيوادونو كې يوازې اته فيصده خلك ګومان كوي چې د ځمكې په مخ نااشنا مخلوق شته دى .

 

  د اپسوس موسسې يو مقام جان رايټ وايي چې د دې سروې په اساس ويلى شو چې په كومو ځايونو كې ډېر خلك ژوند كوي  او خلك له يو بل سره ډېر نه شي پېژندلى ، هلته خلك دا ګومان په اسانه كولى شي چې ممكن داسې مخلوق هم وي چې يوازې څېره به يې د انسانانو غوندې وي او په اصل كې به نور موجودات وي. خو په كومو ځايونو كې چې لږ خلك ژوند كوي او خلك له يو بله ډېر خبر دي ، هلته د انسان په شكل كې د نورو مخلوقاتو د شتون باور كم دى .

 

  دغه سروې وايي چې د ښځو په نسبت د هغو نارينه وو شمېر زيات دى چې د ځمكې په مخ د نااشنا مخلوق په شتون باندې باوري دي  . په هرو  سلو نارينه وو كې دوه ويشت كسانو ويلي دي چې دوى ګومان كوي چې په ځمكه كې به نااشنا مخلوق هم وي ، حال دا چې يوازې اوولس فيصده ښځو ويلي دي چې د نااشنا موجوداتو شتون يې زړۀ ته لوېږي.

 

  اكثره هغه كسان چې په دې خاورينه ځمكه باندې د نااشنا موجوداتو په شتون باور لري، تر پنځه دېرش كاله كم عمر لري . د بې باوره كسانو شمېر په ښځو او هغو كسانو كې چې عمر يې تر پنځه دېرش كاله اوښتى ، نسبتا ډېر دى .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: