ملا عمر نيول شوی دی

د مۍ په ۱۲ نيټه د امريکا اولسمشر او افغان اولسمشر پدې اړه خبرې وکړي چې څه ډول په افغانستان کې سوله راولي او د کومو طالبانو سره ډزبندي وکړي. د دوۍ خبرې د سولې د جرګې په اړه وی. چې ملا عمر د دغه ټولو خبره سر ټکې وو. ملا عمر د طالبانو مشر يو داسې څېره ده چې تر اوسه يې مالومات نه وو چې چېرته وو. او نوموړی په هغه ليست کې هم شامل دې چې امريکا يې نيول غواړي. د مۍ د ۱۲ امې ټولې خبرې پدې راڅر خېدی چې څنګه ملا عمر د ISI څځه بېل کړي او سولې ته يې راوبلي خو اوس د پاکستان د ISI د دفتر څخه تر لاسه شوي راپورونه وايي چې نومړي د ISI له خوا په کراچۍ کې نيول شوي دي او په پت ځای کې بندي دي. داخبره يو پخواني امريکايي افسر اوليور نارت هم تاييد کړې ده. اوليور وايي چې په امريکا کې او افغانستان کې استخبارتي سرچينو ده ته ويلي دي چې ملا عمر د پاکستان د استخباراتو له خوا د مارچ په ۲۷ امه نيټه د کراچۍ په ښار کې نيول شوی د ي او اوس د پاکستان د استخباراتي شبکې په ولکه کې دی. نوموړی وايي چې د می په لومړۍ نېټه چې کله د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن په نيويارک کې د بمي بريد له هڅې وروسته پاکستان تورن کړ او مېرمن کلنټن پخپلو خبرو کې وويل چې د پاکستان ځينې حکومتي مامورين ملا عمر او د اسامه بن لادن ځايونه پېژني، اوليور زياته کړه چې: دی حيران شو ځکه چې ملا عمر هغه وخت د پاکستان د استخباراتو په ولکه کې و او دا به حيرانونکي وي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزيره دې پرې خبره نه وي. اوليور زياته کړې ده چې ده ته ويل شوي دي چې پاکستان ځکه پدې نزدي کې د طالبانو د سر سړي ونيول چې په راروانه سوله جرګه کې د پاکستان واک کم نشي. نوموړې زياته کړې چې پاکستان دا ويره ختمول غواړي چې د سولې خبرې د پاکستان د اهميت پرته تر سره شي، پاکستان تل دا تورونه رد کړي چې دوۍ د افغانستان په وړاندې د هيڅ وسلوالې ډلې ملاتړ نه کوي او نه وسلوال په باکستان کې شته، خو چې کله پرې زور راشي بيا يا نيونه په کراچۍ کې وي يا په اسلام اباد کې! لا تر اوسه طالبانو پدې اړه څه نه دي ويلې که چېرته په ريشتيا هم د طالبانو اميرالمومنين ونيول شي دا به د دوۍ لپاره يو ستر ګوذار وي او دوۍ به کمزوري کړي

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: