په زرمت ولسوالۍ کې جګړه شوې او له امله يې ناټو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په جنوب ختيځ زون كې د ناټوځواكونو مطبوعاتي دفتروايي چې د سه شنبه په ورځ سهار اته بجې افغان او ناټوځواكونه د پكتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ كې په ګزمه وو چې وسله والو طالبانو پرې مخامخ بريد وكړ، د سرچينې د معلوماتو له مخې چې له امله يې درې افغان پوليس او څوتنه ناټو سرتيري ټپيان شول، خو د متقابل بريد په پايله كې بيا اته وسله وال طالبان ووژل شول، په سيمه كې ځايي امنيتي چارواكي هم مني چې هلته جګړه شوې چې له امله يې تر اوو پورې وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوى وسلې هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي، چاوراكي وايي چې دوى د كره معلوماتو راټولوپه موخه پلټنې كوي ترڅو پوره جزيات تر لاسه كړي.
وسله وال طالبان بياوايي چې هلته يې څوك نه دي وژل شوي د دوى يوتن وياند ذبيح الله مجاهد ادعاكوي چې ناټوځواكونو د سه شنبې په ورځ سهار مهال د پكتيازرمت ولسوالۍ د سره ديوال په سيمه كې پرعامو خلكو چپه اچولې چې له امله يې نهه تنه عام وګړي وژل شوي دي، خو ناټو ځواكونه او افغان امنيتي چارواكي د طالبانو دا ادعانه مني او وايي چې وژل شوي كسان جنګيالي دي.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: