د كوپرنيك هډونه يو ځل بيا خاورو ته وسپارل شول

د شپاړلسمې پېړۍ د نامتو عالم  نيكولاى كوپرنيك هډونه وروسته له كابو پنځه سوه كلونو يو ځل بيا خاورو ته وسپارل شول. دۀ ته چې په تېرو پېړيو كې د عيسوي دين روحانيونو په بده سترګه كتلي وو او قبر يې لادركه وو، د تېرې شنبې په ورځ يې ( د مي په دوه ويشتمه نېټه )  د هډونو د بيا ښخولو په وياړ شانداره مراسم ترسره شول.

 

   كوپرنيك چې د ۱۴۷۳ او ۱۵۴۳ كلونو تر منځ يې په اوسني پولنډ كې ژوند كاوۀ، د مرګ په وخت  چندان مشهور سړى نه و. دۀ په يوه كليسا كې د معمولي روحاني او طبيب په حيث كار كاوۀ او چې وزګاره وخت به يې پيدا كړ نو ساينسي او نجومي تحقيقات به يې كول. د كوپرنيك په زمانه كې او تر هغه پخوا په پېړيو ، پېړيو د كليسا پيروانو عقيده لرله چې زموږ خاورينه ځمكه په دنيا كې مركزي حيثيت لري او لمر او نور ستوري تر خاورينې دنيا راڅرخي خو كوپرنيك له ډېر غور او تحقيقه وروسته دې نتيجې ته ورسېد چې لمر له ځمكې نه بلكې ځمكه تر لمر څرخي او زموږ خاورينه كره په كايناتو كې مركزي اهميت نه لري . د كوپرنيك دا نظريه كه څه هم علمي وه ، خو د كليسا له باورونو سره يې توپير درلود.

 

  كوپرنيك له مړينې وروسته د پولنډ په شمال كې د فرومبورك د كليسا په غولي كې د معمولي كسانو غوندې  خاورو ته وسپارل شو او د وخت په تېرېدو سره د خلكو هېر شو چې كوم قبر د دۀ دى .

 

  خو شپږ كاله پخوا ( په ۲۰۰۴كې ) ساينسپوهانو د هغه د هډونو د موندلو لټه پيل كړه. دوى د نوموړې كليسا په غولي كې د اويا كلن سړي هډونه وموندل. څرنګه چې كوپرنيك په اويا كلنۍ كې مړ شوى و، نو ساينسپوهانو  په همدې هډونو باندې  نورې څېړنې هم وكړې او بالاخره معلومه شوه چې د دغو هډونو ډي ، اين ، اې او د هغو څو دانو وېښتانو ډې ، اين ، اې چې د كوپرنيك په يوه شخصي كتاب كې موندل شوي وو، يو شان ده. دغه يو شانوالي ساينسپوهان دې نتيجې ته ورسول چې هډونه هم د كوپرنيك دي .

 

 له هغه وروسته هډونه په يوه ښكلي تابوت كې كېښودل شول او تابوت نوموړې كليسا ته نژدې ښار اولسزتين ته يووړل شو چې خلك يې وګوري. تابوت څو اونۍ په ولسزتين كې د خلكو د ليدو لپاره ايښى و او بيا تېره جمعه په ټولو هغو ښارونو او ښارګوټو وګرځول شو چې كوپرنيك په خپل ژوند كې اوسېدلى يا ورغلى و.

 

 خو دا چې كوپرنيك په شپاړلسمه پېړۍ كې په يوه معمولي او بې نخښې قبر كې خاورو ته وسپارل شو، وجه يې دا نه وه چې كليسا په هغه وخت كې په دۀ باندې د كفر ټاپه لګولې وه.  ځكه د دۀ په ژوند كې د دۀ نظريې نا اشنا پاتې وې او چا ورباندې غور نه و كړى . دغه راز ، څرنګه چې د لمر د مركزيت خبره چا نه كوله او د هرچا باور و چې ځمكه د دنيا مركز ده، نو كليسا د لمر د مركزيت د نظريې په خلاف ډېر جدي دريځ لا نه و څرګند كړى .

 

  جېك رپچيك چې  د كوپرنيك په ا ړه يې مهم كتاب ليكلى د ى ، وايي چې له كوپرينك سره هم دا وېره نه وه چې كليسا به د كفر ټاپه ورباندې ولګوي او دا چې ولې د يو ډېر معمولي كس په توګه خاورو ته سپارل شوى ، علت يې دا و چې هغه په كليسا كې د يوۀ معمولي مقام څښتن و. دى له مرګه ډېر كلونه وروسته د يوه لوى انسان او لوى ساينسپوه په توګه وپېژندل شو.

 

 جېك رپچيك وايي ، دا سمه ده چې كوپرنيك د كليسا له مقاماتو سره ځنې اختلافات لرل خو هغو اختلافاتو نورې وجې لرلې.  دى د كليسا كاركوونكى و او له اصولو سره سم يې بايد نه وادۀ كړى واى او نه يې معشوقه ساتلې واى ، خو دۀ معشوقه لرله او له هغې سره د تار لرلو په خاطر د كليسا مقاماتو څو ځله ورټه او اخر يې مجبور كړ چې له هغې سره رابطه غوڅه كړي.

 

  د كوپرنيك تر ګردو مهم كتاب چې په شمسي نظام كې د لمر د مركزيت نظريه پكې ثابته شوې ده، د دۀ د ژوند په وروستيو ورځو كې چاپ شو. كوپرنيك د دغه كتاب چاپي نسخه د خپل ژوند په وروستۍ ورځ تر لاسه كړه. په هغو وختونو كې مطبعه تازه اختراع شوې وه.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: