په نړۍ کې د فوټبال تر ټولو اوږده مسابقه

د هند د فوټبال د دوو ټیمونو ترمنځ د مسابقې دا خبر مود دې لپاره د سپورت په برخه کې نه دی وړاندې کړی چې دا مسابقه د دې لپاره نه ده ترسره شوې چې یوسپورتي ریکارډ تینګ شي بلکې په دې هدف شوې چې خپل نومونه په ګینس کتاب کې ثبت کړي . د هند د کاستولډ ال سټارز او کامبرا ایف سي ټیمونو ترمنځ دې عجیبې او بې سارې مسابقې ۳۵ ساعته دوام کړی . په دې ۲۱۰۰ دقیقه يي مسابقه کې دواړو ټیمونو یوبل ته ۶۲۶ ګولونه ورکړل . دوی د تېرې جمعې په ورځ (مې۲۱)د مازدیګر په شپږنیمې بجې سیالي پیل کړه اود شنبې د سهار په شپږبجې او دېرش دقیقې یې پای ته ورسوله .ویل کېږي چې که سخت باروان نه وای ورېدلی ښايي مسابقې تر دې هم زیات دوام کړی وای . دا مسابقه ،چې د خیریه چارو لپاره ترتیب شوې وه ، د نندارچیانو لپاره دومره په زړه پورې وه چې کابو ټولو ترپایه پورې مسابقې ته شپه رڼه کړه . د دې مسابقې له درکه د دېرش زره بریتانوي پونډو معادل پیسې ټولې شوې چې په هند کې به پرې یو ښوونځی جوړ شي . څرنګه چې د مسابقې وخت زیات په پام کې نیول شوی وو لوبغاړي یې هم یو څه زیات ول .یعنې په ځای د دې چې هر ټیم یوولس – یوولس کسه میدان ته راوباسي ، اتلس اتلس لوبغاړي یې ولوبول.هر ټیم د نهو لوبغاړو د بدلولو حق درلود .خو یوازې څو لوبغاړي د ژوبلېدو له کبله بدل رابدل شول . د مسابقې درو ریفریانو هم د ترلوبغاړو زیاته خواري وګالله.خو مسابقه کاستولډ ال سټارز ټیم خپل مقابل ټیم کامبرا ایف سي ته د ۲۹۳ ګولونو په وړاندې په ۳۳۳ ماته ورکړه .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: