افغان چارواکي د ملافضل الله د وژل کېدو د راپورونو پلټنه کوي

افغان چارواکي د هغو راپورونو د حقیقت مالومولوهڅه کوي چې پراساس یې ویل شوي د سوات د سیمې د طالبانو مشرملافضل الله د نورستان ولایت د برګ مټال ولسوالۍ په جګړو کې وژل شوی دی .

د نورستان سرحدي قومندان نن وویل چې چې د پاکستان د طالبانو مشر مولانا فضل اله د نورستان په برګ مټال ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

په برګ مټال ولسوالۍ کې له پنځو ورځو راپه دې خوا د سیمه ییزو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.

داسې رپوټونه خپاره شوې دي چې د برګ مټال په جګړه کې مولانا فضل اله له خپلو شپږو نورو قوماندانانو سره د پاکستان پولې ته نژدې وژل شوی دی. محمد زمان مموزي وویل، فضل الله او د هغه ملګري تیره شپه د افغانستان له سرحدي پولیسو سره د جګړې پر مهال ووژل شو. د افغانستان د سرحدي پولیسو مشر په دې برخه کې نور توضیحات ورنه کړل.

 باجوړ د طالبانو مشر مولوي فقیر محمد رویټرز اژانس ته وویل، مولانا فضل اله به ښایي په نورستان کې وي ځکه چې طالبان په دې سیمه کې کله مخکې کله وروستو کیږي خو دا خبره سمه نه ده چې هغه وژل شوی دی.

مولوي فقیر محمد زیاته کړه چې مولانا فضل اله په نورستان کې په جګړه کې برخه نه ده اخیستې .

په نورستان ولایت کې د سرحدي ځواکونوقومندان جنرال محمدزمان مموزي وویل :«زموږځواکونو راپور راکړ چې ملافضل الله وژل شوی خو تراوسه پوري باوري اوثیقه راپور نه لرو چې ایا دا خبره سمه ده او کنه ده .موږ هڅه کوو چې د هغه د وژل کېدو خبره سپینه کړوچې ایا د اوو تنو وژل شویو کسانو په مړو کې د فضل الله جسد شته او کنه .»

 تېرکال پاکستان سوات ته شپېته زره پوځیان ولېږل چې دا سیمه له سخت دریځو طالبانو پاکه کړي .ویل کېږي چې ملافضل الله او ډېرو ملګرو یې د افغانستان په لور پښې سپکې کړې .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: