د کندهار په چاودنه کې ۸۱ موټرونه، موټرسایکلونه او بایسکلونه ویجاړ شوي

په کندهار ښار کې زوروره چاودنه وشوه چې ږغ یې درست ښار ولړزاوه او لوګي یې په اسمان کې خپاره دي خو تر دې دمه چې د چاودنې لومړنۍ شېبې دي ، د تلفاتو یا زیانونو په باب هیڅ راز مالومات نشته .

 د کندهار د پولیسو یوه مقام محمدشاه فاروقي وویل چې دا موټربم چاودنه  وه او دوی تر دې دمه د هغې د تلفاتو او زیانونو په باب څه نه شي ویلی .

ده همداراز وویل چې چاودنه د ولایتي بیارغونې د ټیم(پي آر ټي) د د دروازې په خوله کې شوې . یوه عیني شاهد تاند ته وویل چې لږ ترلږه لس ویجاړ شوي موټران یې په خپلو سترګو لیدلي دي .

 د یو بل خبر له مخې دوې چاودنې شوي ،دوهمه له لومړۍ سره په یو وخت د ښار په مرکژي برخه کې شوې خو تر دې دمه مالومات نشته چې څه زیان یې اړولی .

داسي ښکاري چې په موټر کې هماغسي زیات چاودونکي مواد ځای پرځای شوی وو لکه څرنګه چې د کابل په دارلامان سیمه کې په موټر کې ځای پرځای شوي وو.

 دا برید د طالبانو له لوري د الفتح په نوم د بمي او ځانوژونکو حملو برخه  ګڼل کېږي چې د مې له دولسمې نېټې څخه یې پیل کړي دي .

په کندهار کې د قومي مشرانو او دولت پلوو عناصرو ترور او چاودنې په دې خاطر هم زیاتې شوی چې طالبان غواړي په دې ولایت کې د ناټو له خوا د پراخو عملیاتو تر پیلېدومخکې خپل مخالف لوري ته ډېر تر ډېره ګوزار ورکړي .

 وروستی خبر

د کندهارامنیه قومندان وايي : «څوک نه ديپ وژل شوي»

 د کندهار د امنیې قومندان سمونوال شفیق افضلي وايي چې چاودنه په کندهار کې د ناټود یوې وړې اډې په هغه پارکینګ کې شوې چې افغانان خپل موټرونه پکې دروي .د تدن سمیت (Camp Nathan Smith) په نوم په دې اډه کې څو سوه کاناډايي عسکر ، امریکايي پولیس او یوشمېر کاناډايي مامورین اوسي .کاناډايی مامورین د کندهارپه پرمختیايی پروژو کې کار کوي .

د کندهار د امنیې قومندان وايي ګومان کوي چې په دې پېښه کې څوک وژل شوی نه وي خو په دې لا نه پوهېږي چې موټرد ریموټ کنټرول په وسیله چاودول شوی او که ځانمرګي پکې سپور وو.

طالبانو تراوسه پورې د دې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي .

 د کندهار ولایت د مطبوعاتو د دفتر اعلامیه

 د کندهارولایت مطبوعاتي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پيښه نن ترغرمې مخكي د 11:40 دققيقو په شاوخوا كي د كندهار ولايت دPRT يا د ولايتي بيارغوني د ټيم دموټرانو په تم ځاى كي وشوه.

 د خبرپاڼې له مخې پيښه د يو كرولا ډوله موټر پواسطه چي چاوديدونكى توكي يې پکې ځاى پرځاى كړي وه رامنځ ته كيږى چي له امله يې ۱۱ موټره، ۵۰ موټرسايكلان، ۲۰ بايسكلان تخريب شول.

په نوموړې پيښه كي چاته د سر زيان نه دى اوښتی .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: