په کابل کې دوژنې درې پيښې رامنځته شوې

دکابل پوليسو دوه تنه دوژنې په تور دکابل ښار د پنځلسمې ناحيې په مربوطاتو کې ونيول . دکابل پوليسو دوه تنه دوژنې په تور دکابل ښار د پنځلسمې ناحيې په مربوطاتو کې ونيول . دکابل د ١٠١ ساحوي زون دجنايي جرمونو دکشف او تحقيق رييس جنرال سيد عبدالغفار سيد زاده باختر اژانس ته وويل په نيول شويو کسانو تورلګولي دي چې دخيرخانې مينې ددريمې برخې يو اوسيدونکې يې وژلي او په خپله تښتيدلي و . ديوبل خبر له مخې دکابل دموسهي ولسوالۍ دقلعه جانان يو اوسيدونکي په يوه شخصي تاوتريخوالي کې ووژل شو . د پوليسو د څرګندونو له مخې دکابل د پوليسو چارواکو دغه خبر تاييد کړ او ويې ويل چې قاتل تښتيدلي او پوليسو دده دنيولو لپاره هلوځلو ته دوام ورکوي . په يوه بله پيښه کې دعلاوالدين دسيمې يو اوسيدونکې پرون په يوه شخصي لانجه کې دچړې په ګوزار سره سخت ټپي شو چې روغتون ته دليږدونې په لاره کې يې ساه ورکړه . د پيښې عامل تښتيدلي او پوليسو دده دنيولو په لټه کې دى

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: