د سولې جرګې د ويناوالو خبرې د توغنديو په غږونو بدرګه شول

نن ورځ په داسې حال کې ، چې په کابل کې د سولې ملي مشورتې جرګې پيل شوې وه ، ورته څېرمه درې توغندي ولګيدل . لومړی توغندی هغه مهال ولګيد ، چې ولسمشر حامد کرزی د وينا په حال کې وو . نوموړي د توغندي لګيدو په غبرګون کې له ګډون والو هيله وکړه ، چې کښيني . کرزي وويل دا ډول توغندي به راځي او د اندېښنې کومه خبره نه ده او تر اوسه د راکټ توغولو ځای نه دی مالوم . دوهم توغندی هغه مهال ولګيده ، چې د افغانستان د مشرانو جرګې مشر ضبغت الله مجددي خبرې کولې . ښاغلي مجددي وويل ، چې په دغه راکټونو غواړي خلک وبيروي . ناټو ځواکونو ادعا کړې ، چې غونډې ځای ته نږدې يې وسله وال بريدکوونکي وژلي دي . د پوهنې وزير فاروق وردګ خبري رسنيو ته ويلي ، چې د کابل ښار په يوه کور کې درې تنه ځانمرګي وو ، چې دوه تنه يې وژل شوي دي .

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: