په بغلان کې د ۵ طالبانو د وژلو او ۱۸ د نیولو ادعا

همایون بابر(کندوز) د بغلان ولايت سميزوچارواکو د مرکزې بغلان په سيمه کې د سپيشل فورس ځواکونودعملياتو په ترڅ کې د 5 تنووسلوالو د وژلو اود18 مشکوکوکسانود نيولوادعاء وکړه. په کندوز کې دايساف قوماندانې مطبوعاتې مسوول وايي چې د دوی يوه الوتکه د مرکزې بغلان د ملاخيلو په سيمه کې هغه مهال د تخنيکي ستونزو له امله بيړنۍ ناسته وکړه کله چې په سيمه کې د دوی لخوا وسلوال مخالفين کلابندشول ، هغه زياته کړه چې د سپيشل فورس ځواکونو په ياده سيمه کې د ملي اردوسره يوځای د افغان دولت ضد مخالفينو پروړاندي عمليات درلودل چې وروسته ياده چورلکه د پاڅيدونه وه نو ځکه دايساف دهوايي ځواکونولخوا بمبار اوله منځه يوړل شوه ترڅود مخالفينوپه لاس کې ونه غورځيږي . ولې هغه داهم وويل چي د عملياتو په ترڅ کې 5 وسلوال مخالفين وژل شوي او18 نورنيول شوي مګر دوی ته دسرزيان ندی اوښتی . خوپه سيمه کې عيني شاهدان بيا وايي چې دبهرينوځواکونو الوتکه د دوي دکلۍ ترڅنګ را لويدلې چې دپيښي په ځاي کې دبهرنيوعسکرو د درويشي د يونيفورم ټوټې اودمړودبدن نښې نښاني پرتې وي . همدارنګه وسلوالو طالبانوهم درسينوسره په خبروکې ويلي چې الوتکه دوي په ډزوسره رانسکوره کړيده چې په پايله کې دالوتکې ټوله سپرلې له منځه تللې ده .ددي ترڅنګ طالبانودخپلوکسانو دنيولواوازې بې بنسټه وګڼلې چې ګنې دويته دي په عملياتوکې کوم زيان اوښتې وي. د يادونې وړ ده چې په دي وروستيوکې د بغلان په ولايت کې د وسلوالوطالبانو پرضدتصفیوي عمليات ترپخوا چټک شوي دي .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: