امنیتي ځواکونه وايي دوه طالبان یې نیولی،یویې وژلی

تاند(چهارشنبه/جون۲)افغان امنیتي ځواکونه وايی چې د مشورتي جرګې پرخیمې حمله کوونکي طالبان یې ځپلي دي .د دوی په ادعا دوه تنه یې ژوندي نیولي او ی یې وژلی دی .نر دې مخکې دوی ویلي وو چې یوه طالب ځان الوځولی دی .

امنیتي مقامات همداراز وايی چې د طالبانو په برید کې د جرګې هیڅ برخوال ته زیان نه دی اوښتی.راپورونه وايی چې حمله کوونکي طالبان چې د لویې جرګې د خیمې په څو سوه مترۍ کې په یوه کور کې مورچه نیولې وه ، وتوانېدل چې پر خیمې د آر پي جي ډزې وکړي .دوی راکټونه هم وویشتل خو راکټونه خیمې ته نژدې ولګېدل .

تر دې مخکې د ناټوځواکونو ویاند ویلي وو چې د ملي مشورتي جرګې د ترسره کېدو ځای ته نژدې څو تنه وسله وال حمله کوونکي ووژل شول او افغان پولیسو وویل چې یوه ځانمرګي ځان والوځاوه او بې له دې چې په خپله ووژل شي بل چا ته یې زیان ونه رسېد.

تراوسه پورې د نورو مرګ ژوبلو هیڅ راپور نه دی رارسېدلی .دا حملې د کرزي له لوري د جرګې له پرانستل کېدو څوشېبې وروسته پیل شوې.

طالبانو د حملې مسوولیت په غاړه واخیست

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له نامالوم ځایه بېلابېلولوېدیځو خبري اژانسونو ته وویل چې دا برید د دوی یوې څلور کسیزې انتخاري ډلې ،چې د افغانستان د ملي اردویونیفورم یې اغوستی وو،په لس بجې پیل کړ.

د مجاهد په وینا انتخاریانوپر جرګې په دې هدف ډزې وکړې چې هغه ګډوډه او سبوتاژ کړي.ده همداراز وویل چې دا حمله کوونکي به جګړې ته تر مرګه پورې دوام ورکوي.

شاهدان وايي چې لا هم د ډزو ږغونه اوري . خو د کورنیو چارو وزارت ویندوی زمري بشري وايي چې امنیتي ځواکونو د جرګې له سیمې پنځه سوه متره لېرې په افشار کې یو کورمحاصره کړی چې طالبانو پکې مورچه نیولې ده .خوجرګې خپل کار ته دوام ورکړی او امنیتي ځواکونه وايی چې د طالبانو هڅه یې ناکامه کړې ده .

کرزي د جرګې برخوالو ته ډاډ ورکړ

کرزي تازه پرانستونکې وینا پیل کړې وه چې د جرګې خیمې ته نژدې د پولیتخنیک پوهنتون په میدان توغندی ولګېد.

کرزي د جرګې برخوالو ته وویل :«کښېنئ، هیڅ نه پېښېږي.» کرزي په داسي حال کې د جګړې برخوالو ته ډاډ ورکاوه چې ځینې استازي د راکټ له لګېدو وروسته په خپلوځایونو کې درېدلي ول .

کرزی چې تر دې وړاندې پرې درې ځلې ناکامې وژونکې حملې شوې وې ، وویل «زه له داسي بریدونو سره عادت شوی یم.موږ ټول ورسره عادي شوي یو.»

کرزی د خپلې وینا له پای ته رسولو وروسته د زغرګاډو په کاروان کې په لوړه مځکه درېلې هیلي کوپترې ته ورسول شو اوپه څرخکه کې ارګ ته لاړ.

خوله پېښې دا دی دوه ساعته وروسته هم د افشار په سیمه کې د ډزو ږغونه اورېدل کېږي .په دې کور کې لږترلږه درو طالبانو مورچې نیولي دي .

د جرګې له پرانستلو وروسته جګړه ونښته

لومړني راپورونه وايي وروسته له دې چې ولسمشرکرزي د سولې ملي مشورتي جرګه په خپله وینا پرانسته ځانوژونکو طالبانوحمله وکړه او د مقاماتو په وینا له دې برید سره په یووخت د جرګې د خیمې په لور درې توغندي وویشتل شول خویوهم په هدف ونه لګېد .

په همدې حال کې امنیتي ځواکونه له یونامالوم شمېرطالبانو سره چې ویل کېږي انتخاري واسکټونه یې په تن دي ، ښکېل شول .ویل کېږي چې یوه ځانمرګي ځان الوځولی .خو لا هم خال خال ډزې اورېدل کېږي .

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې دا برید د دوی کسانو کړی دی .طالبانو پرون دا جرګه رد کړه او هغه یې د نړیوالو ځواکونو او د مابل د حکومت د ناکامیو د پټولو لپاره یوه دسیسه وبلله .

لومړنی خبر

د شاهدانو او امنیتي مقاماتو په وینا سولې د ملي مشورتي جرګې د ترسره کېدو سیمې ته نژدې وسله واله نښته وشوه چې تردې دمه یې جزییات نه دي څرګند خو له دې لږ وړاندې پولتیخنیک پوهنتون ته نژدې چې د لویې جرګې خیمه پکې درول شوط ده ، درې راکټونه ولګېدل .

له پېښې وروسته کرزی له خیمې د هیلي کوپتر په وسیله ووت خو جرګه یې په خپله وینا پرانسته .

د دې خبر نورجزییات به همدلته وړاندې شي .

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: