مک کريستل په برګمټال کې افغان ځواکونو ته هوايي مرستې ورنکړې

تيره شنبه کله چې د نورستان وﻻيت په برګمټال کې د پولې بلې غاړې طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ د ولسوالۍ پر سر نښتې روانې وې ، د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ستينلي مک کريستل د هوايي ځواکونو مرستې پرېکړه ونه کړای شوه .
د برګمټال ولسوالي د يوې مودې لپاره د هغو طالبانو ﻻسته ورغله ، چې له سوات او نورو سيمې څخه راغلي وو او د ځان لپاره يې يوه واحه لټوله . که څه هم پوليسود هوايي مرستې غوښتنه وکړه خو ورنکړل شوه .
د ځينو کارپوهانو په وينا ، چې د امريکايي ځواکونود مشر سټينلي مک کريستل يو لويه تاکتيکي تيروتنه دا وه ، چې د تير کال په دوبي کې يې د برګمټال په سيمه کې خپله اډه پرېښوده او د مخالفينو په بريد کې 13 تنه امريکايان ووژل شول .
په ځينو رسنيو کې د برګمټال او په کونړ وﻻيت کې د امريکايانو د اډو د پرېښودلو لپاره راز راز ﻻملونه ښودل شوي . د يادولو وړ ده ، چې دغه اډې په لوړو غرنيو سيمو کې جوړی شوي وې او اکماﻻت د سړکونو او ﻻرو په واسطه ممکن نه ښکاريدل او يوازې د چورلکې په واسطه تر سره کيدل .

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: