هلمند وﻻيت کې 8 تنه ملکي کسان وژل شوي ، چې څلور يې وروڼه دي

د افغانستان امنيتي چارواکي وايي ، چې د افغانستان په سويلي جګړه ځپلي وﻻيت هلمند کې اته تنه ملکي کسان وژل شوي دي .
د هلمند والي وياند داؤد احمدي ويلي ، چې څلور تنه ملکي کسان هغه مهال د مارجه په ولسوالۍ کې ووژل شول ، چې د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ نښته وشوه . نوموړي زياته کړه ، چې بريد د طالبانو لخوا هغه مهال وشو ، چې د پوليسو يو موټر په سيمه کې په ګزمه کې و . احمدي وايي ، چې د ملکي خلکو د وژنې د پېښې په هکله پلټنې پيل شوي .
د نوموړي وياند په وينا تيره ورځ څلور تنه نور ملکي کسان هغه مهال د نوزاد په ولسوالۍ کې ووژل شول ، چې  پر يوه ماين ورڅيخ شول او چاودنه رامنځته شوه . دغه څلور تنه وروڼه وو او په موټر سايکل سپاره وو .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: