حامد کرزی ترکیې ته ولاړ

شېبه وړاندې حامد کرزی دیو لوړپوړي پلاوي په ملتیا ترکېې ته روان شو نوموړی به هلته دسي کا په کنفرانس کې ،چې موخه ېې په اسیا کې دباور او همکارۍ رامنځته کول دي ونډه اخلي .
کرزی به دترکیې له لومړي وزیر رجب طیب اردوګان او ولسمشر عبدالله ګل سره هم لیدنه ولري .
په دغه کنفرانس چې دترکیې ولسمشر عبدالله ګل یې کوربه توب کوي یوه دبحث وړ موضوع به یې داټومي وسلې بندیدل، له انرژۍ څخه دسوله ایزې ګټې اخیستنې او په آسیا کې داعتماد جوړونې مسله وي.
په آسیاکې دسولې، امنیت او ثبات دلوړوالي په موخه دهمکارۍ دپیاوړتیا او په اسیا کې دغړو هېوادونو ترمنځ داعتماد جوړونې لپاره دغه کنفرانس په ۲۰۰۲ میلادي کال کې دقزاقستان دولسمشر نور سلطان نظربایف په وړاندیز جوړ شو.
دترکیې په کوربه توب داوسني کنفرانس له جوړیدو څڅه هم موخه داده چې د۲۰ غړو هېوادونو ترمنځ اعتماد رامنځته او په سیمه کې امنیت پراخ شي.
دهېواد له ولسمشر سره ترکیې ته په دغه سفرکې دبهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول او دملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا ملګرتیا کوي.
دیادونې وړ ده ،چې کرزی داسې مهال ترکیې ته سفر کوي ،چې پرون ېې دامنیتي چارو دوه لوړپوړو چارواکو له خپلو دندو استعفا ورکړه . 

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: