دافغانستان بانک عالي شورا دافغانستان اقتصادي حالت اودبانکوالي دنظام پراختيا ښه وباله

دافغانستان بانک عالي شورا دافغانستان بانک دډير لوړ رهبري کوونکي اوتصميم نيوونکي ارګان په توگه دروان هجري لمريزکال په لومړي غونډه کې دافغانستان بانک کليدي کړه وړه اوفعاليتونه وڅيړل او دافغانستان دبانکي نظام دلازيات ښه والي او په عين حال کې دتورم دکنترولولو اودهيواد داقتصادي ودې دښه والي لپاره يولړ نوي پريکړه ليک صادرکړي . دباختراژانس دخبرله مخې په هغې خبري غونډه کې چې له همدې امله دمرکزي بانک دعالي شورا دغړو په گډو دافغانستان بانک په تالارکې جوړه شوي وي دافغانستان بانک دعالي شورا رييس اوعمومي رييس عبدالقديرفطرت دعالي شورا دوروستيو پريکړو په اړوند دخبرو په ترڅ کې وويل سره له دې چې په ١٣٨٧ هجري لمريزکال کې دهيواد اقتصادي وده ، دپرله پسې وچکاليو اودلږاورښت اوپه کورني ناخالص توليدکې دکرنې دسکتور په نسبي دکمزوري رول په دليل په سلوکې درې اعشاريه څلوروه په ١٣٨٨ کال کې دکرنې دسکتور دپياوړتيا اوداورښت دزياتوالي په پام کې نيولو سره دهيوادداقتصاد وده په سلو کې دوه ويشت اعشاريه پنځه ثبت شوې ده او دروان هجري لمريز کال لپاره اقتصادي وده په سلو کې يوولس اعشاريه يو اټکل شوي چې دافغانستان بانک دعالي شورا له نظره يوه په زړه پورې وده بلله کيږ:ي په همدې حال کې دافغانستان بانک عالي شورا پريکړه وکړه چې دتورم دکنترولولو لپاره پولي لاري چارې او سياستونه ترلاس لاندې ونيسي چې په اوږدمهاله کې دتورم بيه په سلو کې له پنځو څخه زيات نه شي . دافغانستان بانک عمومي رييس زياته کړه اوس دعمومي تورم بيه له منفي حالت څخه دزماني په تيريدو سره مثبت حالت ته رسيدلې ده اودافغانستان بانک عالي شورا باور لري چې مرکزي بانک بايد دتورم دبيې دکنترولولو لپاره جدي اقدامات ترلاس لاندې ونيسي چې خلک دبيو دزياتوالي له پلوه زيانمن نه شي اوپه نتيجه کې يې دپيرودنې په قدرت اوځواک کې کمښت را نه شي .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: