ناټو : په خوست او پکتيکا وﻻيتونو کې مو 11وسله وال وژلي دي

ناټوځواكونه وايي چې په خوست او پكتيكاولايتونو كې يې د بېلابېلوپېښوپرمهال يويوولس وسله وال طالبان وژلي اودرې نور يې ټپيان كړي دي، خو وسله وال طالبان پدې پېښوكې خپلوكسانو ته مرګ ژوبله نه مني او ترڅنګ يې ادعاكوي چې تر اتو پورې افغان او بهرني سرتيري يې وژلي او ټپيان كړي.
ريپوټ:
په جنوب ختيځ زون كې د ناټو ځواكوو مطبوعاتي دفتر وايي چې د يكشنبې په ورځ د پكتيكاولايت د يحى خېلو ولسوالۍ د غيبي خېلوپه سيمه كې وسله والوطالبانو په دوى بريد وكړ، د ناټوپه خبره چې سرتيروته يې زيان ونه رسيدو خو په بريدكوونكويې د بي پيلوټه الوتكې په وسيله هوايي بمباري وكړه چې په لړ كې يې څلور وسله وال ووژل شول او درې نور ټپيان دي، خبرځاى دا هم وايي چې ورته پېښه د پكتيكا په خوش امند ولسوالۍ كې هم شوې او د بي پيلوټه الوتكي په بريدكې څلور وسله وال هغه مهال ووژل شول چې چې له بريد وروسته خپلو ځايونو ته په موټرسايكلونو روان وو.
وسله وال طالبان وايي چې په يادو دواړو سيموكې د دوى څوك نه دي وژل شوي د هغوى وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په يحى خېلو كې يې د بريدپه پايله كې اوه افغان او بهرني سرتيري وژلي او ټپيان كړي دي. د يوبل خبر له مخې ناټوځواكونو خبر وركړى چې د يكشنبې په شپه يې د خوست د موسې خېلو ولسوالۍ په غرنۍ سيمه كې پروسله والو طالبانو بمباري كړې چې په لړ كې يې درې كسان وژل شوي دي، وسله وال طالبان په دې بمبارۍ كې د خپلو كسانو وژل رد كړي دي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: