طالبانو د نورستان برګیمټال ولسوالي ونیوله

وسله والو طالبانود یوې اوونۍ له جګړو وروسته بالاخره د نورستان برګ مټال ولسوالي له دولتي ځواکونو ونیوله. وسله وال طالبان وايي چې د دې ولسوالۍ د نیولو په ترڅ کې یې ګڼ شمېرافغان پولیس وژلي او ډېره اندازه وسله هم لاس ته ورغلې ده . په نورستان کې د پولیسو چارواکي هم د دې ولسوالۍ له لاسه ورکړل تاییدوي او وايی چې له هغې یې تاکتیکي شاتګ کړی دی . د کورنیو چارووزارت ویندوی ومنله چې دوی د ولسوالۍ له مرکزه شاتګ کړی .زمري بشري د خپلوځواکونو شاتګ تاکتیکي وباله او ويې ویل چې پر دې ولسوالۍ پاکستاني طالبانو حمله کړې. زمري بشري ټینګار وکړ چې د شاتګ په مهال پولیسو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. پر دې ولسوالۍ ،چې د پاکستان په پوله کې ده ، د افغانستان د دولت وسله والو مخالفانود تېرې دوشنبې په ورځ بریدونه پیل کړل .د عملیاتو په ترڅ کې افغان پولیسو بیا بیا له مرکزي حکومت او نړیوالوځواکونود وسلو او هوايي ځواک د مرستې غوښتنه وکړه خویوازې یو وار د کورنیو چارو وزارت یوه اندازه مهمات دې ولسوالۍ ته ورسول مګرپه ولسوالۍ کې پرتو ځواکونو د نورو مرستو غوښتنه کوله . د نورستان پخوانی ولسوال مولوي اسماعیل وايي تېره شپه طالبانو په جګړه کې له یوې وقفې وروسته له څو لورو پر ولسوالۍ برید وکړ، د ولسوالۍ ختیځې او لوېدیځې پوستې یې ونیولې او اوس دوی یوازې جنوبي پوستې په کنټرول کې لري خو که په دوو – درو ساعتونو کې مرسته ورونه رسېده ، دا پوستې به هم له لاسه ورکړي .وروسته څرګنده شوه چې پاتې پوستې هم ترې طالبانو نیولې دي . هغه ادعا وکړه چې له پاکستان څخه ګڼ شمېرطالبان سیمې ته ورغلي او په دې جګړه کې د دوی پرضد جنګېږي. نور راپورونه وايي چې تېره شپه د ناټو الوتکو پر سیمه څو بمونه غورځولي خوداسي ښکاري چې دواړو ښکېلو خواوو ته یې مرګ ژوبله اړولي وي ځکه چې د دواړو خواوو مورچې یوبل ته ډېرې نژدې دي . په همدې حال کې د نورستان د سرحدي پولیسو قومندان جنرال مموزي وویل چې د برګ مټال په جګړه کې شاوخوا شپږسوه طالبان برخه لري چې ترنیمايي زیات یې پاکستاني طالبان دي . ده مخکې د مولانا فضل الله د وژل کېدو ادعا هم کړې وه خو وروسته یې خپله خبره بېرته واخیسته . له نورستان څخه د یوه بل خبر له مخې ملافضل الله پرون په کامدېش ولسوالۍ کې د خپلو لسګونوپلویانو په منځ کې لیدل شوی .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: