په پکتيکا ولايت کې د (١٩) وسلوالو طالبانو د وژلو ادعا شوې

منګل اشنا(خوست) چارواکي وايي چې د پکتيکا ولايت کې په دووسيمو کې يې د ګډوعملياتو پر مهال(١٩) وسلوالو کسانو چې زياتره يې بهرني دي وژلي. د پکتيکا ولايت د والي وياند وايي چې ناټو او افغان سپشل پورس ځواکونو ددې ولايت د سروبي ولسوالۍ اړوند د زاړې او نوې کلا په نوم دوو کليو کې د يولړ کشفي راپورونو په اساس عمليات کړي چې په ترڅ کې يې يولس تنه وسلوالو طالبان وژل شوي دي. افغان زياته کړه چې د عملياتو پرمهال يادو وسلوالو کسانو مقاومت پيل کړاو د دريوکسانو يې د چاوديدونکو توکو ډک وسکټونه هم درلودل په لومړيو کې دغو چاوديدونکو توکو ته چاودنه ورکړه. د افغان په خبره د دوي ځواکونو ته هيڅ د سر زيات ندى اوښتى خو دريو ځانمرګو په ګډون يې يولس تنه وژلي، او د اتو وسلوالو جسدونه د ارګون ولسوالۍ ته انتقال شوي. د والي وياند افغان وايي د دوي سره د سپکو او درانو وسلو ترڅنګ يو شمير پيژندکارتونه هم نيول شوي چې وژل شوي کسان د ګاونډي هيواد پاکستان او عربې هيوادونو اوسيدونکي دي. بلخوا د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي چې دهمدې پکتيکا ولايت اړوند د اومنه په ولسوالۍ کې پديته ورته ګډو عملياتو کې اته تنه وسلوال طالبان چې زيات تعداد يې خارجيان دي وژلي. د ناتو مطبوعاتي دفتر زياتوي چې د دوي ګډو ځواکونو ته هيڅ تلفات ندې اوښتي. خو وسلوالو طالبانو يې تردې دمه په اړه څه ندي ويلي چې وژل شوي کسان څوک دي. له بلې خوا په پکتيا ولايت کې د ماين چاودنې له امله اتلسو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې. د چارشنبې په ورځ غرمه مهال د پکتيا ولايت اړوند د څمکنيو ولسوالۍ په بازار کې د ماين چاودنې په ترڅ کې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او شپاړس تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: