امریکايي جنرال : د کندهار عملیات ۲ یا ۳ میاشتې وځنډېدل

یو جګپوړی امریکايي جنرال وايي چې د افغانستان په جنوب کې د وسله والو طالبانو پرضد د ناټو او امریکايي ځواکونو د پراخو عملیاتو یوه برخه دوه یا درې میاشتې ځنډول شوي دي. ډګرجنرال بن هوګس ، چې د افغانستان په جنوب کې د امریکايي ځواکونو د عملیات مشر دی ،د چهارشنبې په ورځ همداراز وویل چې د ولسمشربارک اوباما له لوري افغانستان ته د دېرش زره استول کېدونکو عسکرو راتګ په وروستیو اوونیو کې پیل شوی اواکثره یې په کندهار ولایت کې ځای پرځای شوي دي. امریکايي پوځي چارواکو ویلي وو چې په کندهار کې به د وسله والو طالبانوپرضد پراخ عملیات د جون په پای او د جولای په پیل کې شروع کړي خوډګرجنرال هوګس وايي چې دا عملیات به په هغه وخت کې پیل نه شي چې توقع یې کېده. ده وویل چې د افغان ځواکونو شمېرلا کم دی خو ممکن په دوو یا درو میاشتو کې د هغوی شمېردومره حد ته ورسېږي چې د امریکايي پوځیانود لسمې لوا له هوايي فرقې سره په عملیاتو کې برخه واخلي. امریکايي جنرال همداراز وویل حتی که زموږ ټول ځواکونه تیار هم وي ،دې ته چمتووالی نشته چې تصفیه کېدونکي سیمې نور ځواکونه یا کسان وساتي . ده وویل چې په کندهار کې کافي شمېرځواکونه ځای پرځای شوي او امنیتي کمربند یا کړۍ یې جوړه کړې او اوس دوی دې ته پاملرنه کوي چې پولیس وروزي او معاشونه یې ورزیات کړي څود جرمونو او سخت دریځو مخه ونیسي. جنرال هوګس وویل چې ترجولای پورې به په کندهار ښار کې د افغان پولیسو شمېرپنځه برابره زیات شي .اوس په کندهار غوندي ستر ښارکې د جنرال هوګس په وینا د پولیسو شمېر یونیم سل تنه دی. ده وویل وروسته به توجه ولسوالیو ته واوړي. جنرال هوګس په دې اړه له فرانس پریس خبري اژانس سره په لا تفصیل ږغېدلی ، تفصیل یې د تاند په انګلیسي ویبپاڼه کې ولولئ:

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: