طالبانو ۷ کلن ماشوم د جاسوسۍ په تور اعدام کړ

تاند(چهارشنبه/جون۹) راپورونه وايي چې وسله والوطالبانو یو ماشوم د جاسوسۍ په تور اعدام کړی دی .طالبانو په تېرو کلونو کې بې شمېره کسان د جاسوسۍ په تور په دارځړولي خو دا لومړی ځل دی چې ادعا کېږي دوی یو اووه کلن ماشوم هم اعدام کړی دی. دجرمني خبری اژانس د راپورله مخې د هلمند د والي ویندوی نن وویل چې طالبانودا اووه کلن ماشوم پرون دافغانستان په په سنګین ولسوالۍ کې د افغانستان حکومت ته د جاسوسۍ په تور ادعام کړ. هغه وویل د دغه ماشوم خپلوانو پولیسو ته ویلي چې دوی د سنګین ولسوالۍ د هراتیان کلي اوسیدونکي دي او طالبانو د دوی اووه کلن بې ګناه ماشوم حکومت ته د جاسوسۍ په تور وژلی دی . د سنګین ولسوالۍ ډېرې برخې د وسله والو طالبانو ترکنټرول لاندې دي او افغان او نړیوال ځواکونه یوازې د دې ولسوالۍ پرمرکز کنټرول لري. طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي خو که دا خبر حقیقت ولري نو دا به لومړی ځل وي چې دوی دومره کم عمره ماشوم د جاسوسۍ په تور وژني

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: