په کندهار کې چاودنې ترسلو زیات خلک مړه او ژوبل کړل

تاند(چهارشنبه/جون۹) د افغان چارواکو په وینا نن (چهارشنبه) ناوخته (د شپې نهه بجې) د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې چاودنې لږترلږه ۳۹ تنه ووژل او۷۳ نورټپیان کړل.چاودنه په یوه واده کې شوې. دا چاودنه څو ساعته وروسته له دې وشوه چې د استخباراتو پخواني مشرامرالله صالح وویل چې له طالبانو سره د کرزي د سولې او پخلاینې هلې ځلې د افغانستان په تاوان دي ځکه چې دوی هیڅ راز روغه نه مني . چاودنه د ارغنداب په ننګاهان (!) سیمه کې شوې او په کندهار ښار کې د روغتون د مسوولانو په وینا دوی ته درې اویا(۷۳) ټپیان وروړل شوي دي.خو ډېراحتمال شته جې ترسهاره د تلفاتو شمېر تردې ډېر زیات شي ځکه چې ټول مړي روغتون ته نه دي وړل شوي او په ټپیانو کې هم د ځینو حال ډېر نازم ښوول شوی دی .د پېښې اکثره قربانیان نارینه دي ځکه چې چاودنه په هغه ځای کې شوط چې نارینه د واده د خوښئ لپاره راټول شوي ول. د زوم ورور محمدظرف وویل چې ورور یې(زوم) په دې چاودنه کې ټپي شوی.ده وویل چې نه پوهېږي چې دا څه شی وو، یوازې یې د لوړې چاودنې ږغ واورېده چې ورسره سم هر لورته د انسانانو غوښې باد شوې.د کندهار تلویزیون له خلکو د وینې مرسته غوښټې ده. یوه مقام محمد انس وویل :موږ نه پوهېږو چې د څومره کسانو مړي د پېښې په ځای کې پاتې دي او په دې هم نه پوهېږو چې دا بمي جاودنه وه که ځانمرګی برید. دا برید وروسته له دې وشو چې په کندهار کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان وویل چې په دې ولایت کې یې خپل عملیات چې ټاکل شوې وه د جون په پای ،یعنې شل ورځې وروسته یې پیل کړي ، دوه یا درې میاشتې نور هم ځنډولي دي . په همدې حال کې د استخباراتو پخواني ريیس امرالله صالح چې له طالبانو سره د سولې د خبرو یو مهم خنډ وو، نن په یوه مرکه کې وویل چې دی د طالب بندیانو د خلاصون سخت مخالف دی. د ښاغلي صالح او امریکايي جنرال د څرګندونو جزییات لږوروسته په تاند کې په تفصیل ولولئ.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: