حکمتیار : باید د شوروي پوځونونو له وتلو وروسته کانه تکرار نه شي

تاند(پنجشنبه/جون۱۰) د افغانستان د اسلامي حزب مشرګلبدین حکمتیار چې د افغانستان په شمال او ختیځ کې په نسبي ډول زیات نفوذ لري، له کرسچین ساینس مانیتر ورځپاڼې سره په مرکه کې یووار بیا د کرزي له حکومت سره د خبرو اترو د پیلولو علت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو لپاره د بارک اوباما له لوري د نېټې ټاکنه وبلله .

حکمتیار ،چې په وروستیو کې یې کابل ته یو پلاوی له پنځلس نکاتي پلان سره استولی وو، وايي: وروسته له دې چې د امریکا ولسمشربارک اوباما اعلان وکړ چې د ۲۰۱۱ کال له جولای څخه به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په ایستلو پیل وکړي ، ده پرېکړه وکړه چې د افغانستان له حکومت سره باید خبرې وکړي.

حکمتیار وویل چې دی نه غواړي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته هغه کانه تکرار شي چې له دې هیواده د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته وشوه .

په ۱۹۸۹ کې له افغانستانه د شوروي اتحاد د سرو لښکرو له وتلو وروسته د ډاکتر نجیب حکومت څو کاله د مجاهدینود حملو په وړاندې مقاومت وکړخوپه قومي بنیادونو سره وېشل شوی ګوند یې سبب شو چې کابل بېلابېلو تنظیمونو ته په لاس ورشي او خونړۍ نښتې پکې پیل شي .

د مجاهدینو د خپل منځي نښتو له امله د افغانستان ملي اردو، ملي پولیس او دولتي ادارې له منځه لاړې او افغانستان دومره کمزوری شو چې باکستان په ښکاره ویل چې افغانستان د دوی پنځمه صوبه ده او د ستراتیژیک عمق لپاره ورته اړتیا لري .

حکمتیار وايي باید بهرني پوځیان له افغانستانه ووځي او د ګاونډیو هیوادونو د لاسوهنو مخه ونیول شي.ځکه چې د دوی سیالي د افغانستان د ګډوډۍ عامل دی .

ښاغلي حکمتیار دې ته اشاره نه ده کړې چې که بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي نو څوک به د ګاونډیو هیوادونو مخه نیسي چې له افغانستانه د سیالۍ میدان نه جوړوي اویا به د نوي یمې لسیزې ړ خپل منځي نښتو مخه نیسي.

 حکمتیار همداراز ادعا کړې چې القاعده په افغانستان کې د توجه وړ نفوذ او حضور نه لري ځکه چط هغوی ته عراق او سومالیا زیات اهمیت لري.

له کرسچین ساینس مانیتر ورځپانې سره د ښاغلي حکمتیار د مرکې تفصیل د تاند په انګلیسي ویبپاڼه کې ولولئ :  www.english.taand.com

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: