د سولې ملي مشورتي جرګه، حقیقت او افواهات

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس پریکړه کړې وه چې د سولې بهیر به د هېواد د پتمن اولس په مشوره پیلوي او په هېواد کې به تلپاتې سوله تامینوي تر څو ټول هېوادوال په یو امن او خوندي هېواد کې ژوند وکړي. د ۱۳۸۸ كال د حوت د مياشتې په دريمه نېټه د وزيرانو شورا چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس تر مشرۍ لاندې دايره شوې وه، د سولې د ملي مشورتي جرګې د جوړېدو رسمي پرېکړه وکړه او ددې جرګې د جوړېدو لپاره یې یو کمسیون ته دنده و سپارله چې د جرګې د جوړېد لپاره بشپړ تیاری ونیسي. نوموړی کمیسیون د افغانستان د پوهنې د وزیر ښاغلي فاروق وردګ تر مشرۍ لاندې او د چارو د ادارې د لوی ریاست په مرسته جوړ او په کار یې پیل وکړ. کمیسیون د جرګې د جوړېدو لپاره په بریالیتوب او نه ستړې کېدونکي ډول خپلې چارې بشپړې کړې چې د روان کال د جوزا په دولسمه د هېواد د ټولو پرګنو د ۱۶۰۰ استازو په ګډون د کابل پولیتخنیک پوهنتون په انګړ د لویې جرګې د خیمې په تالار کې جوړه او د یوه پرېکړه لیک په صادرولو په بریالیتوب سره پای ته ورسېده چې پایلې به یې په هېواد کې د سولې د تامینولو په لاره کې ګټورې ثابتې شي. لکه څرنګه چې ښکاره ده، دا هېواد دیرش کلنو جګړو ځپلی، وروسته پاتې او له ستونزو ډک هېواد ګڼل کیږي. داسې یو هېواد چې بچیان یې په جنګ کې رالوی شوي وي، کلتوري بهیر هم له جنګ څخه اغېزمن شوی وي، د داسې یوې جرګې جوړول، د ملت د ټولو استازو راټولول او یوې پریکړې ته رسېدل کومه وړه خبره نده بلکې ستره کامیابي او بریالیتوب دی. د جرګې په اړه د ځینو رسنیو ناسم قضاوت نه یوازې ملي ګټو ته تاوان رسوي بلکه پدې بهیر کې د خنډونو د رامنځ ته کولو لامل هم ګرځي. دا خبره، مقوله او یا متل په ځای بولم چې وايي (( د ساحې څخه د باندې قضاوت تل ناسم ثابتیږي)). ځینې رسنۍ چې تل د ملي ګټوپه خلاف د نورو په دسیسو چلیږي، دې ډول پېښو ته هم د خپل مقصد د ترلاسه کولو په خاطر بل رنګ ورکوي او د داسې ملي پېښو په وړاندې نه یوازې مخالفت څرګندوي بلکه په خلاف یې له هر ډول سپین سترګۍ کار اخلي، دلته غواړم ځینې مثالونه راوړم چې د داسې ملي پیښو په وړاندې یې هم خپله دوه مخي ثابته کړې، دروغ یې ویلي او ناسم قضاوت یې کړی دی. زه چې یو د هغو ژورنالستانو د جملې څخه یم چې د سولې په ملي مشورتي جرګې کې مې د خبري پوښښ په مقصد ونډه اخیستې وه، غواړم د سولې د ملي مشورتي جرګې د لومړۍ ورځې بهیر او د ځینو رسنیو د ناقصو او غلطو راپورونو په اړه یو څه ولیکم: د جرګې تر مخ چې سبا رسما د سولې ملي مشورتي جرګه دایرېدله د ماښام آته بجې مې د جرګې اجنډا د جرګې د کمسیون د دارالانشا د مطبوعاتي کمیټې له خوا د ایمیل له لارې تر لاسه کړه دا اجنډا هغو ژورنالیستانو ته استول شوې وه چې د خبري پوښښ په مقصد جرګې ته رابلل شوي وو. سبا مهال د سهار اووه بجې چې د سولې د ملي مشورتي جرګې لومړۍ کاري ورځ وه د سولې د ملي مشورتي جرګې میډیاسنټر چې د کانټیننټل هوټل په پنځم پوړ کې جوړ شوی ؤ لاړم، څه کم نهه بجې کېدونکې وې چې د همدې جرګې د مطبوعاتي ټیم په مرسته د خبري پوښښ لپاره د جرګې تالار ته لاړم، غونډه د هماغه اجنډا له مخې چې مخکې رسنیو ته استول شوې وه په ډېر شور او زوږ سره په مخ روانه وه، چې په پیل د قاري صاحب برکت الله سلیم لخوا د سپیڅلي قرآن څو مبارک آیتونه تلاوت، ورپسې د ملي اردو د بانډو لخوا د افغانستان ملي سرود وغږول شو، ورپسې د سولې د ملي مشورتي جرګې د کمیسیون لخوا د جرګې موخې واورول شوې. د ا جنډا بله افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس پیلیزه وینا وه چې وړاندې یې کړه ورپسې د جرګې رییس تعین شو او دغه دنده ښاغلي استاد برهان الدین رباني ته و سپارل شوه. د جرګې د رییس د تعین وروسته تفریح او له تفریح څخه وروسته د جرګې د رییس استاد برهان الدین رباني وینا وړاندې کړه چې لدې وروسته د جرګې غړي د غرمې د ډوډۍ لپاره دعوت شول او جرګه د خپلې اجنډا له مخې په مخ روانه وه. خو کله چې مونږ بیرته کانټیننټل هوټل ته راغلو نو د رسنیو لخوا دا خبرونه خپرېدل چې د سولې ملي مشورتي جرګه بې پایلې پای ته ورسېده. زه پدې خبرو حیران پاتې شوم چې زه خو خپله جرګه کې وم او تر اوسه روانه وه دا څنګه کېدای شي؟ ما احساس کړه چې دا قضاوت د هماغه راکټ د آواز په اورېدلو سره ترسره شوی وو چې په نږدې ساحه کې یې اصابت کړی وو خو ما له ځان سره وویل چې ما هم ددې راکټ آواز واورېد خو هېڅ کومه ستونزه یې رامنځ ته نه کړه. د یادولو وړ بولم چې د جرګې په بهیر کې د راکټ آواز د هرچا تر غوږ شو خو په جرګه یې کوم تاثیر نه درلود، د امنیتي قواوو لخوا دا خبره کیدله چې څو ځان مرګیو برید کوونکو غوښتل چې د سولې په ملي مشورتي جرګه بریدونه وکړي خو د بریدکوونکو هڅه ناکامه او فضا کنټرول شوه.. د د دې خبرې یادونه ضروري ده چې د سولې ملي مشورتي جرګه د مٍثبتو پایلو په لرلو سره پای ته ورسېده چې دا بریالیتوب ددې جرګې د تیاري د کمیسیون د ښه منجمنټ څرګندويي کوي او د هغه منفي رسنیو ناوړه تبلیغات یې بې اغیزې ثابت کړل.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: