دولت، نړیوالو ځواکونو او طالبانو د کندهار د ارغنداب حمله وغندله

تاند(پنجشنبه/جون۱۰)افغان ولسمشر، ملګرو ملتونو، په افغانستان کې دېره بهرنيو ځواكونو، د سره صليب نړيوالې ټولنې ،د امريكا سفارت او وسله والو طالبانو په كندهار کې د تيرې شپې ځانوژونكې حمله، چې عامو خلكو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې، په كلكه غندلې ده. دا حمله د ارغنداب ولسوالۍ په ناګهان كلي كې د واده په مراسمو كې شوې، چې د چارواكو په وينا څلويښت كسه یې وژلي او له اتياو زيات یې ټپيان كړي دي. افغان ولسمشر په يوه اعلاميه کې د دې پېښې په اړه ،چې د ده په وينا د بې رحمه كسانو كار دی، د دقیقو څيړنو امر كړى. د افغانستان په جنوب كې د ايساف ځواكونو قومندان جنرال نيك پاركر بيا دا حمله د وحشت او بربریت یوه بوږنوونکې بيلګه بللې او د پيښې په څيړلو کې يې د هر ډول همكارۍ ډاډ وركړى دى. د كورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري وويل، چي دوى د پيښې په اړه لا دمخه څيړنه پيل كړې او خپل يو پلاوی يې سيمې ته استولی دى. بشري په عین حال کې هغه ادعاوې رد کړې چې ګنې پر واده راکټي برید شوی .ده وویل چې په واده کې ډېرو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې. له بلې خوا طالبانو ،چې ادعا کېږي دا برید د دوی د یوه ځانوژونکي له لوري شوی، نن په یوه اعلامیه کې وویل چې دوی په دې پېښه کې لاس نه لري. افغان چارواکي تل وايي چې طالبان د هغې حملې مسوولیت په غاړه نه اخلي چې زیات ملکیان پکې ووژل شي . وروسته له دې چې د طالبانوویاند قاري یوسف احمدي په دې برید کې د طالبانو لاس لرل رد کړل ،نن ناوخته طالبانو په یوه اعلامیه کې وویل چې دوی د ارغنداب د ناګهان د پېښې د حقیقت مالومولو لپاره یوه پلاوي ته دنده سپارلې وه چې په دې اړه تحقیقات وکړي. د طالبانو په اعلامیه کې د بېګناه خلکو پر وژل کېدو د خپګان له څرګندېدو وروسته ویل شوي: «د ناګهان سیمه په ارغنداب کې هغه یوازیني سیمه ده چې مجاهدین په کې دنورو سیمو غوندې نفوذنلري ځکه له یوې خواسیمې ته بیخي نژدې دخارجیانو قرارګاه پرته ده اوبل داچې دپولیسو ، حکومتي کارکوونکو او له امریکایي امنیتي کمپنیو سره دکارکوونکو شمیر په کې ډير زیات دی څه موده وړاندې دملیشو یو وژل شوی قومندان عبدالحکیم جان هم دهمدې کلي اوسیدونکی وه چې بیګانۍ پیښې ته ورته په یوه مرموزه اودرنه چاودنه کې له ګڼو کسانو سره ووژل شو ، تیره شپه دهمدې کلي یوه تن اوسیدونکي امنیتي چارواکي دزوی دواده په مناسبت پراخ دخوښۍ مراسم جوړکړي وه دسیمیزو خلکو په وینا دوی تراوسه په دې سیمه کې دشپې په مخه دومره بیروبار او دخلکو ګڼه ګوڼه نه وه لیدلې دمراسمو لپاره ډيرزیات برقي څراغونه روښانه شوي وه او ډیرزیاتو خلکو ورته تګ راتګ درلود ، دې سیمې ته نږدې دمجاهدینو یوه مسؤل مشروویل دوی له اتو بجو وروسته دبې پلوټه کشفي الوتکو ځوږ ترغوږ شوچې په سیمه یې الوتنې پیل کړې له دې وروسته یوډول ګوزارکوونکي الوتکې چې په سیمیزه اصطلاح ورته (کولنګ) وایي هم راپیداشوې دنوموړي جهادي مسؤل په وینا دوی دکشفي الوتکو له راپیداکیدو سره سمدستي له خپلو مبایل ټیلفونونو نهبیترئ او سیم کارتونه وایستل ځکه دوی ګومان کاوه چې دالوتکو له خوا کشف شوي دي ، ده زیاته کړه چې موږ په همدې فکر کې وه چې ناڅاپه مو په اسمان کې پړکه ولیده چې ورسره دناګهان په کلي کې دچاودنې دروند غږ هم واوریدل شو ، دنوموړي په وینا برید همدې ( کولنګ ) الوتکې وکړ او د واده د مراسمو ځای چې رڼاوې یې له ډیره لرې معلومیدې په کې په نښه شو . په سیمه کې عیني شاهدانو وویل چې د برید دوه وجوهات کیدای شي اول داچې کیدای شي امریکایي کشفی الوتکو دشپې په مهال په سیمه کې په غیرمعمولي تګ راتګ باندې دمجاهدینو دتګ راتګ یاکومې غونډې ګومان کړی وي اوپه همدې موخه یې ترهدف لاندې نیولي وي . اودوهم داچې دناګهان دکلي همداحکومتي چارواکي دکندهار په سطحه له ځینو نورو امریکایي ګوډاګیانو سره شخصي خصومات لري چې تردې وړاندې یې پخوانی مشر عبدالحکیم جان هم په همداسې یوخپل منځي رقابت کې وژل شوی ، کیدای شي داځل هم ښایي ددوی همدې شخصي حکومتي دښمنانو له موکې ګټه اخیستې وی امریکايي استخبارات یي غولولي وي او خپل دښمن یي پرې وهلی وي. » خو پوښتنه دا ده چې که امریکايي ځواکونود طالبانو د غونډې په ګومان پر واده راکټي برید کړی وي یا یې بم پرې غورځولی وي نو ولې یې یوازې یو ګوزار کړی ؟ که څه هم په سیمه کې قومي او شخصي تربګنۍ نه شي رد کېدای خو لکه څرنګه چې ادعا کېږي که دا ځانوژونکې حمله وي نوله طالبانو پرته نور څوک دا کار نه کوي. یاده دې وي چې څو کاله وړاندې طالبانو په کندهار کې د یوه واړه قومندان د وژلو لپاره په یوه ځانوژونکې حمله کې یوسلو دېرش تنه ،چې د سپو جنګ ته راټول شوي ول ، ووژل . د کندهار د دې خونړۍ پېښې په باب د تاند مخکینی خبر له پېښې یوازې یوساعت وروسته خپور شوی وو او د روغتون د مسوولانو په وینا د تلفاتو شمېر زیات ښوول شوی وو.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: