یوه سرچینه ادعا کوي چې طالبان او اسلامي حزب د چوکیو پرسر له حکومت سره خبرې کوي

تاند(پېښور) یوې سرچینې چې ادعا کوي باوري مالومات یې ترلاسه کړي نن تاند ته وویل چې له څو ورځوراهیسي د طالبانو او حزب اسلامی استازي د ولسمشرکرزي له حکومت سره په دې خبرو بوخت دي چې څنګه کولی شي د کورنیو چارو وزارت اود ملي امنیت څوکۍ ته خپل کاندیدان وړاندې کړي . سرچینې دا هم وویل چې ښايي د کورنیو چارو وزارت حزب اسلامی ته ورکړل شي او ملی امنیت د طالبانو مولوی عیبد الله ته. دا ادعا په داسي حال کې کېږي چې په ظاهره د کرزي د حکومت او د هغه د وسله والومخالفانو د دریځ ترمنځ خورا زیات توپیر لیدل کېږي اود افغان او نړیوالوځواکونو په وړاندې د طالبانوبریدونه ورځ تربلې تېز شوي دي. د سولې ملي مشورتي جرګې ولسمشرکرزي ته دنده وسپارله چې د دولت له وسله والومخالفانو سره مخامخ خبرې وکړي ، طالب بندیان په تېره بیا هغوی چې د جرم په باب یې کافي او کره اسناد نه وي خوشي کړي او هڅه وکړي چې د طالبانو د مشرانو نومونه د ملګروملتو له تور لیسته وایستل شي . له دې جرګې وروسته د کورنیوچارو وزیرمحمدحنیف اتمر او د ملي امنیت ريیس امرالله صالح پر جرګې د طالبانو د حملې په مخنیوي کې د پاتې راتلو په خاطر استعفاوې وکړې خو وروسته وویل شول چې دوی له طالبانو سره د کرزي د پخلاینې د پلان مخالفان ول . حنیف اتمر تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي چې ایا په رښتیا هم لکه څرنګه چې لوېدیځومطبوعاتو ادعا کړې چې دی د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د طالبانو د شمولیت مخالف وو اوکنه خو امرالله صالح په زغرده ویلي چې دی د طالب بندیانو د خلاصون مخالف وو. که طالبان او اسلامي حزب په حکومت کې د ونډې منلو ته تیار شي په افغانستان کې به جګړه پای ته ورسېږي خو عملاً داسي هیڅ نښه نه ترسترګو کېږي چې لږترلږه طالبان دې پخلاینې ته کوچنی تمایل هم ولري.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: