کامرون د امنیتي ګواش له امله د هلمند سفر نیمګړی کړ

د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون د پنجشنبې په ورځ په کابل کې له ولسمشرکرزي سره له کتنې وروسته هلمند ته لاړاو په لشکرګاه کې د کرنې مسلکي لېسې(ممکن پوهنځي) ته لاړخوپه دې ولایت کې یې خپل سفر وروسته له دې نیمګړی پرېښود چې د بریتانیا پوځ د طالبانو د مخابرو له تماسونو پوی شول چې دوی د بریتانیا د صدراعظم د څرخکې د ویشتلو پلان لري.

 ټاکل شوې وه چې ډیویډ کامرون په هلمند کې د شهزاد پوځي ګزمې اډې ته لاړ شي ،خوپه هلمند کې بریتانوي قومندان ډګروال ریچارډ فیلټن د هغه سفر لغوه کړ.

 ډګروال فیلټن وویل چې د طالبانو خبرې یې اورېدلې چې د مخابرې په وسیله یې له یو بل سره ویل چې باید د بریتانیا د صدراعظم څرخکه نسکوره کړي.خو د کامرون الوتکه په لشکر ګاه کې کښته شوه او له بریتانوي پوځیانو سره یې کباب وخوړ.

 کامرون په کابل کې

 تردې مخکې ډیویډ کامرون په کابل کې له ولسمشرکرزي سره ولیدل او له هغه سره په یوه ګډه خبري غونډه کې یې وويل چې د افغانستان او پاكستان دواړو امنيت د بريتانيا لپاره ځانګړی اهميت لري.

د افغانستان ولسمشر حامد كرزي هم د بريتانيا له مرستو په مننه وويل چې په بيلابيلو مسلو يې سره خبري كړي دي.

کرزی وویل : “ښاغلي لومړي وزير او ما د افغانستان او د بريتانيا د اړيكو، د ترويريزم پرضد د روانې مبارزي د څرنګوالي، له افغانستان سره د انګستان د مرستو او د افغانستان د لوديځ ترمڼځ د اړيكو په اړه مو سره خبري وكړي.

زه ډاډه يم چې د دوی تر مشرۍ لاندې به نه يواځې د ترويزم پرضد جګړه كې بريالي شو بلكې د بریتانیا او افغانستان اړيكې به هم لاپسي پياوړې شي.”

دا افغانستان ته د ډيويډ كمرون تر لومړي وزیر ټاکل کېدو وروسته لومړنی سفر دی.

  په هلمند کې د دوو ولسوالیو د نیولو ادعا

 له بلې خوا هلمند ته د بریتانیا د صدراعظم له سفر سره په یووخت د هلمند والي رسنیو ته وویل چې د هلمند دوې نورې ولسوالۍ واشير او ديشو يې د طالبانو له کنټروله ایستلي او د دولتي او بهرنيو سرتيرو ترولکې لاندې راغلي دي. خو د واشير ولسوالۍ اوسيدونكي وايي، په واشير كې هيڅ ډول عمليات نه دي شوي او سيمه اوس هم د طالبانو په لاس كې ده.

 د هلمند والي محمد ګلاب منګل د دې ولايت په شمال كې د واشير ولسوالۍ د نيولو خبر وركړ، د هلمند والي وويل واشير ولسوالۍ بې له دې، چې د مخالف لوري له کوم مقاومت ولیدل شي د افغان او بهرنيو ځواكونو په ولكه كښوتلې ده او اوس عملاً د بهرنيو اوافغان ځواكونو په لاس كې ده.

د هلمند والي د هلمند په جنوب كې د پاكستان پولي ته څيرمه د ديشو ولسوالۍ د نيولو د تياري خبره هم وكړه، ويې ويل هلته يې ګزمې ګرځي او معلوم مقاومت نه سترګو كيږي.

خو د هلمند د والي وياند محمد داود احمدي وايي، دولت د واشير ولسوالۍ د پخواني مركز د نيولو دعوه نه كوي بلكې د واشير ولسوالۍ ته څېرمه په يوه كلي كې د بهرنيو او افغان ځواكونو اډې ځاى په ځاى شوي دي او په هغه سيمه كې د امنيت او ثبات د ټنكښت په اړه پلانونه جوړوي.

بل لورى د واشير ولسوالۍ اوسيدونكي وايي، په تيرو څو ورځو كې هيڅ داسې څه نه ترسترګو كيږي، چې سړى دې فكر وكړي هلته بهرني او افغان ځواكونه ورغلي دي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: