د لندن د یوه تحقیقاتي انستیتیوت راپور وايي پاکستان رسماً د افغان طالبانو ملاتړ کوي

تاند(یکشنبه/جون۱۳) د بریتانیا یوې تحقیقاتي موسسې د خپلو څېړنوپه باب په خپاره کړي راپور کې ویلي چې د پاکستان استخباراتي اداره آی ایس آی افغان طالبانو ته نه یوازې پیسې او روزنه ورکوي بلکې د دې ادارې چارواکي په خپله د طالبانو د تحریک د قیادي شورا په غونډو کې ګډون کوي او د دې ډلې پر عملیاتو خپل نفوذ اعمالوي. په دې راپورکې ،چې د لندن سکول اف اکنامیکس په نوم د بریتانیامخکښ او معتبر انستیتیوت نن خپور کړ، همداراز ویل شوي څېړنو په زغرده ښوولې چې د افغان طالبانو ملاتړد پاکستان د استخباراتي ادارې (آی ایس آې) رسمي پالیسي ده. راپور ،چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې د پاکستان د همکارۍ د ریښتینولۍ په باب د دوو لوېدیځوامنیتي چارواکو په همکارۍ چمتو شوی ،وايي له ډېرو وختونو د آی ایس آی او طالبانو ترمنځ پراړیکو شک کېده خو اوس دا شک په یقین بدل شوی . په دې راپور کې دا هم ویل شوي چې د پاکستان ولسمشراصف علي زرداري هم د روان(۲۰۱۰) کال په لومړیو کې په خپل هیواد کې له جګپوړو طالب بندیانو سره کتلي او باور کېږي چې ده هغوی ته د خلاصون او د دوی له پوځي عملیاتو سره د مرستې ژمنه ورکړې ده او دا د دې ښکاره ثبوت دی چې د پاکستان ملکي حکومت هم په لوړه سویه د طالبانو ملاتړ کوي. د پاکستان دیپلوماتیکو سرچینو د لندن سکول اف اکنامیکس د تحقیقاتي انستیتیوت راپو کمزوری وباله او ویې ویل چې له افغان طالبانو سره هرراز خبرې د افغانستان له حکومت سره اړه لري. خو راپور وايي چې افغان او لوېدیځ امنیتي چارواکي وايي چې پاکستان دوه مخې پالیسي پرمخ بیايي. د دې تحقیقاتي مرکز په وینا دا راپور یې د طالبانو له قومندانانو،پخوانیو طالب مشرانو او وزیرانو،همداراز له لوېدیځو او افغان امنیتي چارواکو سره د مرکوپراساس چمتو کړی دی.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: