د مشورتي جرګې د پرېکړو د تطبیق لپاره د سولي عالي شورا جوړېږي

تاند(دوشنبه/جون۱۴) ولسمشرکرزي نن په یوه غونډه کې وویل چې د سولې د ملي مشورتي جرګې د پرېکړو د تطبیق په دوام کې به د هیواد د تکړه شخصیتونو په ګډون د سولې عالي شورا جوړه کړي.

د ولسمشرکرزي مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې مقصد لپاره نن د سولې د ملي مشورتي جرګې د مشرتابه پلاوي او د هغې د اته ویشتو کمېټو د رييسانو په ګډون یې په جمهوري ریاست کې غونډه بللې وه.

په غونډه کې فیصله وشوه چې د سولې عالي  شورا دې د دولت له وسله والومخالفانو سره د سولې او پخلاینې لپاره جوړه او کار دې پیل کړي.

د سولې د ملي مشورتي جرګې غړیود خپل پرېکړه لیک په یوولسمه ماده کې ،چې د جرګې په پای کې یې خپره کړه،د سولې لپاره د یوې عالي شورا د جوړېدو غوښتنه کړې څو د جرګې پرېکړې سمې تعقیب او عملي کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر ویلي دي چې د سولې د شورا د جوړولو په باب د دې غونډې د برخوالو نظرونه ټول شوي او ټاکل شوې ده چې دا شورا ژر جوړه شي.

د سولې ملي مشورتي جرګې همداراز په خپل پرېکړه لیک کې له ولسمشرکرزي څخه غوښتي وو چې د طالبانو بندیان خوشي کړي اوله تور لیسته د طالب مشرانو د نومونو د ایستلولپاره هلې ځلې وکړي .

ولسمشرکرزي د هغو طالب بندیانود خوشي کولو لپاره چې د توقیف په باب یې کره اسناد اوشواهد نشته ، د خوشي کولو لپاره د عدلیې وزارت ته سپارښتنې کړي او له تور لیسته د طالب مشرانو د نومونو د ایستلولپاره هم د ملګروملتو له لوري غور پیل شوی دی.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: