د (م م ) يو پلاوی کابل ته رسيدلی ، چې د طالبانو پر تور لست باندې غور وکړي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي ، چې د سولي ملي مشورتې جرګې ، ملګرو ملتونو ته داسې وړانديز کړی و ، چې د طالبانو پر تور لست باندې له سره غور وکړي . سرچينه وايي ، چې نن ورځ د ملګرو ملتونو د1267 کميټې غړو يو پلاوی د (( رېچارډ باريت )) په مشرۍ کابل ته رسيدلی د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمی رسول سره وليدل . د يادولو وړ ده ، چې د م م په تور لست کې 137 تنه طالبان شامل دي ، چې په هکله به يې پلټنې کيږي او بيا به وروسته پرېکړه وشي . د پاملرنې وړ ده ، چې افغانستان او سيمې ته په دې وروستيو کې ډېر پلاوي راليږل کيږي ، چې په مطبوعاتو کې يو ډول موخې ښودل کيږي خو د پردې تر شا خبرې يې په آسانۍ سره تر رسنيو نه رسيږي .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: