طالبانو په هلمند کې د ۷ کلن ماشوم د اعدام خبر رد کړ

تاند(یکشنبه/جون۱۳) د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د یوه ماشوم د اعدامېدو له ادعا یوه اوونۍ وروسته طالبانو نن په دې باب خپاره شوي راپورونه رد کړل. د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د جرمني خبری اژانس د هلمند د والي د ویندوی له قوله وویل چې طالبانودا اووه کلن ماشوم د سې شنبې په ورځ(جون۸) په سنګین ولسوالۍ کې د افغانستان حکومت ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړی. د هلمند د والي ویندوی داوود احمدي همدا راز ویلي وو چې د دغه ماشوم خپلوانو پولیسو ته ویلي چې دوی د سنګین ولسوالۍ د هراتیان کلي اوسیدونکي دي او طالبانو د دوی اووه کلن بې ګناه ماشوم حکومت ته د جاسوسۍ په تور وژلی دی . د سنګین ولسوالۍ ډېرې برخې د وسله والو طالبانو ترکنټرول لاندې دي او افغان او نړیوال ځواکونه یوازې د دې ولسوالۍ پرمرکز کنټرول لري. د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم دا خبره تاییدوی چې هغه سیمه چې ادعا کېږي دا اووه کلن ماشوم پکې اعدام شوی ،د طالبانو په کنټرول کې ده خو ده هلته د اووه کلن ماشوم د اعدام خبر جعلي او بې بنیاده وباله . قاري یوسف احمدي وویل چې حکومت د خپلې دې ادعا لپاره هیڅ راز سند نه دی وړاندې کړی او طالبانود ادعا له خپرېدو وروسته د موضوع د سپیناوی لپاره په سیمه کې تحقیقات وکړل خوداسي نښه په لاس ورنغله چې د اووه کلن ماشوم د اعدام کېدو خبره تایید کړي. احمدي وايي:« دافغانستان داسلامي امارت مشرتابه چې کله دغه بوږنوونکي اوازه واوریدله نوله سیمیزو مسؤلینو سره یي تماس ونیو دغه رازیې دموضوع دسپيناوي لپاره دسیمې له خلکو نه معلومات وغوښتل خوپه تیرو څو ورځو کې دټولو هڅو اوپلټنوسره سره دسنګین اوشاوخوا ولسوالیو په ټولو سیمو کې هیڅ داسې کوم مورد ونه موندل شو چې ددغې اوازې په رښتیاوالي ګواهي ورکړي ،کومه سیمه چې دښمن یې په اړه داعدام خبره کوله ساروان کلا نومیږي چې دکجکي او سنګین ترمابین دیوې درې په شکل غځیدلې داسیمه په بشپړه توګه دمجاهدینو په ولکه کې ده او دامارت لخوا دقضاء او نورو ملکي تشکیلاتو په شمول یوه مسؤله اداره په کې په فعالیت ګمارل شوې ده چې ټولو ورځنیو پيښیدونکو قضایاوواو جنجالونو ته شرعي حل لارې لټوي ، داسلامي امارت ترچتر لاندې دغه ډول محلي محاکم په دې مامور شوي چې داعدام هیڅ حکم دمشرتابه اویاهم دولایت دعمومي قاضی له خبرولو اوهدایت اخستلوپرته نه شي عملي کولای ، بله داچې دساروان کلا سیمه چې له تیرو څوکلونو راهیسي دمجاهدینو ترواک لاندې راغلې بیا په کې بیخي امن دی اوددښمن له خوا هیڅ کوم داسې بریدپه کې نه دی شوی چې هغه دې دچاپه جاسوسي دلالت وکړي ، داټول واقعیتونه په روښانه ثابتوي چې ددښمن ادعا ترکومه حده دروغ او بیځایه وه.» په وروستیو کې د غزني په اندړ ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د جاسوسۍ په تور د ښوونځي د یوولس تنو تنکیو زده کوونکو د اعدام د خبرله خپرېدو او د سخت ولسي عکس العمل له څرګندېدو وروسته طالبانوویلي وو چې دوی یوازې دوه عسکراو څلورتنه عام کسام په دار ځړولي .طالبانو خپاره شوی خبرونه د خپل دښمن تبلیغات بللي وو.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: