پاکستان د طالبانو د ملاتړ په باب د بریتانوي تحقیقاتي موسسې راپور رد کړ

تاند(یکشنبه/جون۱۳) وروسته له دې چې د بریتانیا یوه علمي تحقیقاتي مرکز راپور خپور کړ چې د پاکستان استخبارات رسماً د افغان طالبانو ملاتړ کوي ، د پاکستان د پوځ ویندوی نن دا موضوع بې اساسه وبلله .

د پاکستان د پوځ ویندوی جنرال اطهرعباس وویل د تروریستانو په وړاندې د پاکستان د پوځ او آی ایس آی مرګ ژوبلې په خپله هرڅه ثابتوي .ده د پاکستان پرپوځ او استخباراتو لګېدلي تورونه بې اساسه وبلل.

د لندن یوه څېړنیزانستیتیوت (اکنامیکس سکول اف لندن) په یوه مفصل راپور کې ،چې د دې مرکز په ادعا د طالب قومندانانو،افغان او لوېدیځو پوځي او استخباراتي چارواکو او د ګڼو نورو خلکو د مرکو پراساس یې برابر کړی، ویلي چې له افغان طالبانو څخه د پاکستان ملاتړ د پاکستان د پوځ او ملکي حکومت رسمي پالیسي ده .

په راپور کې ویل شوي چې دوی له نهو طالب قومندانانو سره مرکې کړي او ورته ویل شوي چې د آی ایس آی چارواکي د طالبانو د قیادي شورا(د کوټې شورا) په غونډو کې ګډون کوي او خپلې پرېکړې پرې تپي .

پاکستان تل د افغان طالبانو د ملاتړ ادعا رد کړې خو په ځینو مواردو کې یې د طالبانو په ملاتړ اعتراف کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د هند زیاتېدونکی نفوذ د دوی لپاره د زغملو وړ نه دی او کله یې هم ویلي چې که نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووځي پاکستان په افغانستان کې دوستانو ته اړتیا لري.

افغان او لوېدیځ چارواکي وايی چې پاکستان له خپلو طالبانو سره جګړه کوي خو افغان طالبانو ته پیسې او وسلې ورکوي څوافغانستان کمزوری شي .

د لندن د تحقیقاتي انستیتیوت د راپور نور جزییات دلته ولولئ :پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي…

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: