خوست والي عبدالجبار نعيمي د قومي مشرانو سره غونډه درلوده

د خوست والي عبدالجبارنعيمي د خپل هېواد ، دين ، ولسونو ، قومي مشرانو ، ديني عالمانو او كشرانو ساتنه خپله ددنده وبلله او په دې لاره کې يې د هرراز قربانۍ ژمنه وکړه .

والي دغه ټكى د خوست ولايت د مركزلكڼومشرانو او ديني علماووو سره په جوړه شوي ناسته كې څرګند كړ.

نوموړي زياته كړه : (( د افغانستان ژغورل د هرډول ستونزو او بدبختيو څخه ددې وطن د هر فرد، فردي دنده او مسووليت دى او زه د خپله اړخه ډاډ دركوم چې موږ به هر هغه څه كوو ، چې زموږ د دين ، هېواد، نظام او ولسونو په كې ګټه نغښتي وي))

ده په ديني علماووغږ وكړ، چې د خپل ديني او اسلامي مسووليت درلودلو په اساس د جوماتونو د ممبرونو له لارې د غلاوو، انسان وژنو ، نارواوو او همدارنګه د نشه يي توكواستعمال او پلورلو په اړوند تبليغات وكوي ، تر څو له ټولنې څخه د بداخلاقۍ ، ناامنۍ ، نشه يي توكيواستعمال او پلورلو او په ټوله كې د هرډول ستونزو او مشكلاتو لمن د اسلامي احكامو په رڼا كې ټوله شي.

همداشان خوست والي زياته كړه : (په خپله سيمه كې د امنيت ، بيارغونې طرحه راته تاسو مشران، ښوونكي او ديني عالمان راكړئ او زه درسره ژمنه كوم چې لومړنۍ پروژه به د مدرسې درته منظوره او پلي كوم. )والي د امنيت په پياوړتيا ټينګار وکړ او ويې ويل چې تاسو بايد هېچا ته داسې اجازه ورنه كړۍ چې هغه ستاسو ښوونځي ، كلينيكونه ، سړكونه او نورې ټولګټې پروژې ورانوي او يايې هم له خنډ او ځنډ سره مخامخ كوي.

خوست والي نعيمي په قومي مشرانو غږ وكړ چې په خپلو كې سره كښېنۍ او په ټولو چارو كې د حل يوه سالمه او د ولس په ګټه لاره پيدا كړي او دوى ورسره په ټولو برخو كې كاملاٌ همكار دي .

وروسته د ولايتي شورا وكيل داود شاه مكين زوى خبرې وكړې او ويې ويل : ((قوم دا ظرفيت لري ، چې په خپله سيمه كې هرډول مشكلات د يوالي په پايله كې له منځه يوسي. )

ورپسې د پوهنې رييس سيدعزيزاحمد هاشمي ، قومي مشر اسماعيل خان او نورو مشرانو او عالمانو خبرې وكړې او يادو ستونزو ته د پاى د ټكي ايښودلو په برخه كې يې ژمنه وكړه.

د يو بل خبر له مخې ، د خوست والي عبدالبار نعيمي ديونما د زون دفتر رييسي مارګريپ راي سره د خوست ولايت په پرمختک، لاسته راوړنو او ستونزو خبرې وکړې

په ناسته کې د ولايت د ادارې په پرمختګ، بيارغوني، معارف، ښې حکومتوالۍ دظرفيتونو په لوړولو، په اداروکې دښه خدمت روحيي پياوړي کولواوځينو نورو مهموکارونو ترسره کولو لپاره د ترتيب کړي پلان څخه معلومات ورکړل اوترڅنګ يي خوست والي يونما استازو ته دخوست په امنيتي وضعيت رڼاواچوله، چې دپارلماني ټاکنوکانديدانولپاره به يوه ښه امنيتي چاپيريال رامينځته کړي اوهيله يي ښوده ، چې دټاکنوخپلواک کميسيون به هم دقانون په چوکاټ کې کانديدانولپاره لازمي اسانتياوې برابرې کړي.

د خوست والي نعيمي د ښوونکيو او زده کوونکو لپاره دکورسونو او ورکشاپونو په جوړولو ټينګاروکړ،ترڅو ددوٰي علمي کچه ورسره لوړه شي.

ده زياته كړه :مونږهڅه کوو چې دپوهني په برخه کې لازم او عاجل سهولتونه برابرکړو.)

خوست والي وويل چې د مرکز او ولسواليو په کچه په يولړداسي طرحواو پلانونوکارکوي چې دعامه پوهاوي له لاري دزده کوونکو تعداد زيات شي، ترڅو د ولس بچيان د زده کړي له لاري خپلوکورنيو ته دحلالې نفقې ترڅنګ خوشالي اوسوکالي راوړي.

هغه وويل : ( زموږهڅه داده چې په مرکزي اداروسربيره دولسواليوادارې هم خپلې دندې په پوره صداقت ترسره کړي .په ټاکل شوي وخت دفترته ولاړشي اوپه ټاکل شوي وخت اداروڅخه رحصت شي له مراجعنيوسره نيک چلندغوره کړي اوله بې ځايه ځورونو څخه ډډه وکړي .))

.نوموړي وويل چې ټولې مرکزي او دولسواليو ادارې دنده لري چې دښه خدمت په ترسره کولو سره دخلکو زړونه لاسته راوړي. دزورظلم او ددولتي ځمکودغصب مخه ونيسي.

همداشان خوست والي د يونما يادو استازيوته وويل چې په عدلي اوقضايي ارګانونويې غږکړى ، هغه مجرمين چې په غلا ،قتل اونورو جرمونوکي لاس ولري، ورته دي دقانون په رڼاکې سخته سزا ورکړي ، ترڅود نورو لپاره د عبرت وړ شي .

نوموړي دنړيوالې ټولنې له مرستوڅخه مننه وکړه او له دوي يي دنورو هراړخيزو مرستو غوښتنه هم وکړه.
خوست والي وويل -(( خوست ولايت يو سرحدي ولايت دى اوپه دي ولايت کې يي خلکوته دکارپيداکول په لټه کې دى ،ترڅو له يوي خوا د بي روزګاريو كچه راټيټه شي او له بله لوري ددي ولايت په امنيت كي دغه كار خورا مهم رول لوبولي شي .)
ديونما دزون دفتر ريسي مارګريپ راي وويل:( موږ ددغو پلانونو څخه بشپړملاتړ اوحمايت کوو .)

نوموړي وويل چې دغه ډول پلانونه چې تاسي ترلاس لاندي نيولي په پلي کيدو سره به يي په دي ولايت کې له شك پرته دبيارغوني ،امنيت ، دپوهني د پراختيا او ښې حکومت دارۍ په رامنځ ته كولو او پياوړتيا کې ډېرمهم بدلونونه راشي .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: