د م.م. خاص استازی : طالبان له جګړې ستومانه شوي

تاند(پنجشنبه/جون۱۷) دافغانستان لپاره د ملګروملتو خاص استازي سټېفن دي میستورا په یوه مرکه کې .چې نن خپره شوه .وویل طالبان له جنګه ستړي شوي دي . له اوسلو څخه د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان په چارو کې د ملګروملتو د سر منشي بانکي مون خاص استازي دي میټسورا وویل د افغانستان طالبان له جنګه ستومانه او بیزاره شوي دي او د هغوی دا ستړیا خبرواترو ته لاره پرانیزي . د ملګروملتونو استازي زیاته کړه هغه مالومات چې دوی ترلاسه کړي د دې ښودنه کوي چې د طالبانو په شمول هر سړی له جنګه ستړی او بیزاره شوی دی . د افغانستان په چارو کې دملګروملتو ځانګړي استازي همداراز وویل چې طالبان به هیڅکله جنګ ونه ګټي او هغوی به هیڅکله دذدې جوګه نه شي چې دافغانستان کنټرول په لاس کې واخلي او په دې خبرې طالبان ښه پوهیږي . سټېفن ډي میټسورا د روان کال د مارچ په دیارلسمه نیټه دکاي ایډې په ځای په ځپلي افغانستان کې دنده پیل کړې ده. دي میستورا له طالبانو سره د خبرواترو لپاره د خپلو پلانونو په هکله شک درلود . هغه وویل کله چې له طالبانوسره خبرې وشي نو دابه ونه لیدل شي چې دغه خبرې به ډاډمنې اویا لومړۍ پټې وي خو دغه خبرې ضروري دي ځکه چې هر څوک ستړی شوی دی .

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: