د روداتو د اولسوالۍ بنديان له بنده ازاد شول

د راپورونو له مخې تېره اونۍ د روداتو اولسوالۍ او د بهسودو ولسوالۍ د عربانو تر مينځ د سور ديوال د زمکې په سر شخړه شوې وه چې  چې له امله يې ۲۵ تنو مرګ ژوبله اوښتې ده. اود روداتو ۵ تنه مړه شوي وو او  تر ۶۰ زيات بنديان شوي. وو.  د روداتو ولسوالۍ يو سپين ږيري رسنيو ته ويلې دي چې پدوۍ باندې حکومتي عسکرو ډزي کړي دی او په پايله کې يې د دوۍ ۵ تنه په شهادت رسولي دي چې يو پکې د کان کلي ملک مامور  سيد محمد خان دي. د روداتو ولسوالۍ خلک دعوه کوي چې پدغه ورځ د ننګرهار والي ګل اغا شيرزي په کندهار کې وو او سرپرست والي اسحاقزي چې د بهسودو اوسيدونکي دي د عربانو د ملاتړ لپاره له دولتي زور څخه کار اخيستي دی. پدې شخړه کې د روداتو ولسوالۍ ۶۳ تنه د پوليسو له خوا بنديان شوي چې بېرته د خلکو په مينځکړيتوب راخلاص شوي دی.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کي تل د زمکې په سر شخړی رامينځ ته کيږي چې تل د يوې خوا سره دولتي زور وي او غواړي بله خوا وځپي لکه ورته پېښې د کوچيانو سره  هم وشوه

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: