په ارګون کې د ۱۳ طالبانو د وژنې ادعا

خبریال: منګل اشنا(خوست) چارواکي ادغا کوي چې په پکتيکا ولايت کې ديارلس تنه وسلوال طالبان وژلي دي.

  د پکتيکا والي وياند ادغا کوي چې ددې  ولايت د ارګون ولسوالۍ اړوند د ځدراڼو په درى کې يې د وسلوالو طالبانو په يوه ځاله ناټو ځواکونو هوايي بريد کړى چې په ترڅ کې يې ديارلس تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د مخلص د ادغا لمخې په وژل شويو وسلوالو کې يو تن افغان او پاتې نور يې عرب او پنجابيان دي.

خو د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په ياده سيمه کې  د دوي پلويانو ته هيڅ زيان ندى اوښتى.

نوموړى ادغا کوي چې د پکتيکا په صروضه او د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د بيلابيلو پېښو پرمهال د يولسو تنو افغان سرتيرو په ګډون پينځلس تنه حارجي سرتيري وژلي دي.

که څه ناټو ځواکونو يې تردې مهاله څه ندي ويلي. خو د پکتيا والي وياند روح الله سمون وايي چې تيره ورځ د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو سره ديوې نېښتې په پايله کې دوه تنه افغان سرتيري وژل شوي دي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: