په افغانستان کې نړیوال ځواکونه وايی چې د دوی له لوري د ملکیانو مرګ ژوبلې ډېرې کمې شوي

تاند(شنبه/جون۱۹) په افغانستان کې د نړیوالوځواکونو ترټولو جګپوړی ویندوی وايي چې دې هیواد ته د زیات شمېرنورو نړیوالوځواکونو له لېږلو او د هغوی د تلفاتو له زیاتېدو سره سره د دوی له لوري د ملکي افغانانو مرګ ژوبلې کمې شوې دي. د ملکیانو د ملاتړ خپلول،د ځواکونو زیاتول او د طالبانو ترکنټرول لاندې سیمو کې د عملیاتو تېزول په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال سټنلي مک کرسټل د هغې ستراتیژۍ اصلي ټکي دي چې تېر کال یې د افغانستان لپاره جوړه کړه. خو په داسي حال کې چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو لپاره د ولسمشربارک اوباما له لوري ټاکل شوې نېټې ته وخت په نژدې کېدو دی ، د ناټو او نړیوالوځواکونو چارواکي په دې اندېښمن دي چې د دوی د ځواکونو تلفات مخ پرزیاتېدو دي. د ایساف ویندوی بریدجنرال جوزیف بلاتز نن د تېر(۲۰۰۹) کال له لومړیو دریو میاشتوسره د سږکال د ورته مودې د پرتله کولو په مهال وویل چې په دې موده کې تر تېرکال اووه اعشاریه اته فیصده لږداسي نښتې شوي چې ملکیان پکې راګیرشوي وي اود نړیوالو ځواکونو له لوري ملکیانو ته مرګ ژوبلې د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې ۴۴ اعشاریه ۴ کمې شوې دي. د نړیوالو ځواکونو ویاند دا څرګندونې په داسي وخت کې وکړې چېد شنبې په شپه د خوست ولايت د موسى خېلو ولسوالۍ په ليژه سيمه كې د ناټوځواكونو لخوا په هوايي بمبارۍ کې د سیمې د اوسېدونکو په ونیا تر لسو ډېر ملكي كسان مړه او یا ژوبل شوي دي .د خوست امنيې قوماندان جنرال عبدالحکيم اسحاقزی وايي، چې د شنبې په شپه په د موسې خېلو ولسوالۍ په ياده شوې سيمه كې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې عمليات پيل شوي او د همدې عملياتو په لړ کې له هوايي ځواک هم کار اخيستل شوی، د نوموړي په خبره چې په تيروتنې سره د سيمې پنځه ملكي وګړي وژل شوي اودرې نور ټپيان دي، دى هم مني په وژل شوو کې درې ماشومان او دوې ښځې او ټپيان هم ماشومان دي. بلاتز وویل چې تر پخوا یې پرخپلو ځواکونو څارنه زیاته کړې ، زیاته روزنه او تریننګ یې ورکړی .ده دا هم ویل چې یولړ نورپروګرامونه یې هم پیل کړي لکه دا چې د عملیاتو په سیمو کې له خلکو سره زیات تماسونه نیول ،ځکه چې خلک د بریالیتوب مهم عنصردي. د نړیوالو ځواکونو ویاند همداراز وویل چې اوس د نړیوالوځواکونو په هوايي عملیاتو کې د پخوا په پرتله ملکیانو ته په سلو کې ۸۲ کمه مرګ ژوبله اوړي او په تصادفي یا اشتباهي ډژو د ملکیانو په وژلو کې هم د پخوا په نسبت په سلو کې ۵۲ کموالی راغلی دی. ده د ټولو تلفاتو د شمېرپه باب څه ونه ویل او له بلې خوا د افغانستان د حکومت چارواکو هم تراوسه پورې د ایساف ځواکونو د څرګندونو په باب څه نه دي ویلي . افغان چارواکي تل پر نړیوالو ځواکونو د ملکیانو د مرګ ژوبلو په خاطر نیوکې کوي. برید جنرال بلاتز د نړیوالوځواکونو د تلفاتو د زیاتېدو په باب وویل : «هرڅومره چې د ځواکونو شمېر زیاتېږي ، عملیات هم زیاتېږي او ورسره په یووخت تلفات هم ډېرېږي.نو څرګنده ده مخکې تردې چې اساني راشي ، اول باید سختۍ وزغمو.» د نړیوالو ځواکونو ویاند په عین حال کې وویل چې د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري د ملکیانو مرګ ژوبلې د نړیوالوځواکونو برعکس په سلو کې ۳۶ زیاتې شوې دي چې دا د دوی نهیلي ښکاروي. برید جنرال بلاتز طالبان د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په یوه واده کې پر ځانوژونکې حملې تورن کړل چې یوسلو څلوېښت تنه پکې ووژل شول. طالبانو د دې حملې مسوولیت په غاړه وانخیست .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: