هولبروک : القاعده د امریکا اوپاکستان په هڅو خورا کمزوره شوې

تاند(یکشنبه/جون۲۰) د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی وايي چې د امریکا او پاکستان د هلوځلو په نتیجه کې القاعده شبکه زیاته کمزورې شوې ده . هولبروک دا خبره پرون د پاکستان د سفر په مهال وکړه چې ورسره په یووخت د امریکا د بې پېلوټې الوتکې په بمبارۍ کې دولس سخت دریځي په شمالي وزیرستان کې ووژل شول. د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي د پاکستان له خارجه وزیر شاه محمود قریشي سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل : القاعده په وروستیو کلونو کې د دواړو هیوادونو د ګډو هڅو په نتیجه کې خورا کمزورې شوې ده . کله چې له هولبروک څخه وپوښتل شول چې که چېرې اسامه بن لادن او ملامحمدعمرد افغانستان او پاکستان ترمنځ په پوله کې کوم ځای پټ وي ، مسوول به څوک وګڼي ، ده زغرد ځواب ونه وایه خو ویې ویل :د دوی اکثره ملګري نیول شوي یا وژل شوي دي. د ده په وینا حتی دا دوه تنه چې لا هم نیول شوي نه دي ، ترسخت فشار لاندې دي. هولبروک په پاکستان کې د سخت دریځو په وړاندې د پاکستاني ځواکونوقربانۍ وستایلې او ویې ویل چې دی هیله لري چې لا زیاتې بریاوې ترلاسه شي. ده دا هم وویل چې پاکستان په دې جګړه کې ډېرپرمختګونه کړي خو د دې مانا دا نه ده چې خبره دې خلاصه شوې وي بلکې دا یوه اوږده او سخته مبارزه ده او لازیاتو هلوځلو ته اړتیا لري. د پاکستان په قبایلي سیمو کې د طالبانو او القاعده پرضد د پاکستان اقدامات په افغانستان کې د سولې لپاره خورا مهم ګڼل کېږي .پرپاکستان د امریکا له لوري فشار دی چې د افغان طالبانو پضد ګام واخلي چې د دغه هیواد په خاوره کې مرکزونه لري.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: