په کندهار کې د ترکیې د بورسونو لپاره ازموینه واخیستل سوه

کندهار- نن تر غرمې مخکي د کندهار ښار او جنوب لويدیځې حوزې د ١٢ ټولګيو له لسګونوفارغ سویو زده کونکو څخه په بهر کې د لوړو زده کړو لپاره د زرغونې انا ليسې په تالار کي ازموينه واخیستل سوه . د کندهار د ولایت د مطبوعاتي دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم دا ازموینه د هغو نهو بورسونو لپاره واخیستل سوه چې د ترکیې د لوړو زده کړو وزارت لخوا د کندهار ولايت د معارف رياست ته ورکړل سوي دي. کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د دې ازموینه له نژدې ولیدله او د تعلمي بورسونو دغه سهميه یې چي کندهار ته ورکول سوې ده لويه لاسته راوړنه وبلله او زياته يې کړه(( تعليمي بورسونه د هغو ځوانانولپاره چي د ښه استعداد خاوندان دي ښه فرصت دى ترڅو د وخت څخه په استفادې سره وکولاى سي چي په بهرني هيواد کي د ښه او عصري ټکنالوژي په چوکاټ کي درس ووايې او ښې زده کړي ترلاسه کړي .)) د کندهار ولايت دمعارف سرپرست رئيس نجيب الله احمدي د بورسنو د شفافيت په اړه وويل(( کندهار ته پخوا هم د نورو هيوادونولخوا څخه تعليمي بورسونه راتلل خو دهغو ازموينه به شفافه نه وه او مستحق کسان به نه بريالي کيدل خو ددې واري موږ دا ستونزه په پام کي نيولې ده او د هئيت په وړاندي مو په ډير شفاف ډول د لس ګونو زده کوونکو ترمنځ ازموينه واخستل او کوښښ به دا وي چي تکړه او بااستعداده زده کوونکي کاميابه سي تر څو ښه زده کړه تر لاسه کړي ، چي په بيرته ګرځيدو خپل هيواد او ټولنى ته دخدمت مصدر جوړ سي.)) د کندهار ولايت مقام د پوهني رياست ته خاصه پاملرنه لري، د ولايت په نوښت او د معارف رياست په هلوځلو د کندهار ښار د ليسو لپاره لابراتوارونه هم برابر سوي چي ډير ژر به د دوى په اختيار کي ورکول سي .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: