دخوست والي : خپل اولادونه دځمکو د شخړو پرځاى زده کړو ته وهڅوئ

تڼی- د خوست ددې ولايت پر قومي مشرانو غږ وکړ، چې خپل اولادونه دې د ځمکو د شخړو پرځاى ښوونځي او لوړو زده کړو ته وهڅوي . د خوست والي عبدالجبار نعيمي دغه ټکى د شمل قوم له مشرانو سره د ځمکو پر سر د راپورته شوې شخړې د حل په موخه په جوړه شوې ناسته کې په ډاګه کړ. د شمل او ګربزو قومونو ترمنځ څوځلې د ځمکو پر سر وسلوالې نښتې شوي ،چې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده. نعيمي د شمل قوم مشرانو ته وويل چې ستاسو اوهمداشان په دې ولايت كې نورې د ځمکو شخړې د يوې مياشتې يا د يوه كال لانجې نه دي، بلكې كلونه ، كلونه سابقه لري. هغه زياته کړه : (( په دې خاطر چې د ټولو قومونوترمنځ مو د هر ډول شخړو هواري لپاره اساسي حل لاره پيدا كړي وي ، نو ما مختلف كمېسيونونه ټاكلي ، چې هر يوه يې په خپله برخه كې عملاً په كار او فعاليت پيل كړى، چې اصلي موضوع ، اسناد او شواهد او په لانجوكې ښكېلې خواوې معلوموي، ترڅو د هغه واقعيت پر اساس لازمه حل لاره ورته پيدا كړو.)) خوست والي دوى ته په خپلو خبرو كې وويل چې تاسو ټولې خواوې له خپل ولس ، ولايت او خپلو اولادونو سره سخته جفاكوئ. ده وويل چې د نورو هېوادونو خلك په خپلو اولادونو خواري كوي ، چې ډاكټران ، انجينران او اقتصادپوهان شي ، ترڅو د خپل هېواد او قوم لپاره د خدمت مصدر وګرځي. خو برخلاف تاسو بيا خپل اولادونه د ښوونې روزنې پر ځاى په ټوپك سمبالوئ، بل ورور پرې د ځمكې پر سر په راولاړه شوې دعوه وژنئ او ددوى راتلونكى ژوند ورتريخ كوئ. خوست والي په دوى غږ وكړ، چې كه تاسو مشران په دوى زړونه ونه سوځوئ، نو ددوى راتلونكى مسووليت به ستاسو پر غاړه وي. نعيمي زياته كړه ، چې تاسوقومونه پرمختګ، د ژوند اسانتياوو، ښوونې روزنې، روغتيايي كلينيكونو او سړكونو ته اړتيا لرئ، نه جنګ او جګړو ته . نوموړي وويل چې تاسې ټولې خواوې له خداى ( ج ) څخه وويريږئ د خپل قوم په راتلونكي او همدارنګه په خپلو اولادونو باندې زړونه وسوځوئ، د الله ج په ځمكو خپل اولادونه مه وژنئ، دوى ته د ټوپك پر ځاى قلم او كتاب په لاس كې وركړئ. دشمل قوم مشرانو د خوست والي عبدالجبارنعيمي خبر ې وستايلې او ژمنه يې وكړه چې موږ به ستاسوهر ډول پرېكړو ته بشپړ درناوى لرو. ديادونې وړ ده،د خوست عبدالجبارنعيمي د يادې او نورو قومونو ترمنځ يې دځمکو پرسر د شته شخړو د هواري په موخه باصلاحيته كمېسيونونه ټاكلي ، چې عملاً يې په كارونو پيل كړى ، د خوست ولسونه هم په دې برخه كې د خوست والي ګام اخېستلو ته هيله من دي، چې نوره به قومي شخړې پاى ومومي .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: