د کډوالو په ورځ هغوی ته د زیاتو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه ورکړای شوه

تاند(یکشنبه/جون۲۰) د کډوالوله نړیوالې ورځې سره په یو وخت نن افغان چارواکو او د کډوالو د نړیوالې کمیشنرۍ مسوولانو وویل چې دوى هڅه كوي راستنيدونكوافغان كډوالوته په خپل هيواد كې اسانتیاوې زیاتې کړي.

 

دافغانستان د كډوالواوراستنيدونكوچارو سرپرست وزيرانجنيرعبدالرحيم نن په كابل كې د كډوالو د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وويل چې په پام كې ده سږ كال هغوافغانانوته چې بيرته خپل هيواد ته راستنيږي شل زره كورونه جوړشي.

 

په تېرو کلونو کې خپل هیواد ته له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو د کموالي له کبله ، د راستنېدونکو شمېر کم شوی .د کډوالو لویه کمیشنري د بېرته ستنېدونکو کډوالو په شمېر کې کموالی د ناامنۍ له کبله بولي.

 

۲۰۰۱ کال په پای کې د طالبانو د رژیم له پرزېدو او په افغانستان کې سولې او امن ته د هیلو له غوړېدو وروسته په دوو کلونو کې شاوخوا پنځه ملیونه افغانان خپل هیواد ته ستانه شول خو وروسته هرڅومره چې ناامني زیاته شوې په هماغه اندازه د بېرته ستنېدونکو شمېر کم شوی دی.

 

په په كابل كې د كډوالوپه چاروكې د ملګروملتونود لویې كميشنرۍ رييس ايون مكلود خبريالانوته وويل چې ملګروملتونه هم له افغان كډوالوسره خپلومرستوته دوام وركوي اوله هغوى سره پخپله خوښه د بيرته راستنيدوپه مهال همكاري كوي.

 

د رسمي شمېرنوله مخې لاتراوسه هم په ايران اوپاكستان كې نږدې درې مليونه افغان كډوال ميشت دي.غیررسمي احصاییې په دې دوو هیوادونو کې د افغان کډوالو شمېر تر دې خورا زیات ښيي .

 

د کډوالو لپاره د ملګروملتو لویې کمیشنري وايي چې د افغانستان په ځینو برخو کې د ناامنۍ له امله په ۲۰۰۹ کال کې خپل هیواد ته د ستنېدونکو کډوالو شمېر په دوو لسیزو کې ترټولو کم وو.

د یو این ایچ سي آر یا د ملګروملتو د کډوالولویه کیشنري وايي د دوی راپورونه ښيي چې په ۲۰۰۹ کال یوازې څه باندې دوه نیم لکه (۲۵۱۰۰۰) کډوال خپل هیواد ته ستانه شول چې دا له ۱۹۹۰ یمې لسیزې راوروسته په یوه کال کې خپل هیواد ته د ستنو شیو کډوالو ترټولو کمه شمېره وه.

تېرکال یوپنځوس زره افغانان خپل هیواد ته ستانه شول خو وړم کال(۲۰۰۸) دوه لکه پنځه اویا زره  تنه خپل هیواد ته بېرته ګرځېدلي ول .

د ملګروملتو د لویې کمیشنرۍ له شمېرنو سره سم د ۲۰۰۹ کال ترپایه پورې په نړۍ کې د ټولو کډوالو شمېردرې څلوېښت ملیونه اودرې لکه وو.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: