ملګري ملتونه د ناامنۍ له امله له افغانستانه یوشمېر بهرني کارکوونکي باسي

تاند(دوشنبه/جون۲۱) په افغانستان کې د ملګروملتو دفتر،چې له مخکې څخه د مامورینو له کموالي سره مخامخ دی،وايي چې له افغانستانه به خپل ځینې بهرني کارکوونکي وباسي.

ملګرو ملتونو وروسته له دې له افغانستانه د خپلومامورینو د ایستلواراده کړې چې په یوشمېرراپورونو کې ویل شوي چې د افغانستان د دولت وسله وال مخالفان غواړي چې د دې نړیوالې موسسې پرکارکوونکو حملې کوي.

په یوه راپور کې چې د روانې اوونۍ په پیل کې په کابل کې خپور شو د ملګروملتو سرمنشي بانکي مون ویلي چې لا هم ملګري ملتونه او د هغې کارکوونکي په افغانستان کې د وسله والو سخت دریځود حملو هدفونه دي اودی غواړي چې په دې هیواد کې د خپلو نړیوالومامورینو شمېر کم کاندي.

ملګروملتو د تېرکال په نومبر کې څو ورځې وروسته له دې ،چې وسله والو طالبانوپه کابل کې د ملګروملتوپر یوه مېلمستون ځانوژونکې او وسله واله حمله وکړه ، له افغانستانه یې په سلګونو بهرني مامورین وایستل.په دې برید کې د ملګروملتو پنځه بهرني کارکوونکي ووژل شول .

وروسته د ملګروملتو اکثره کارکوونکي بېرته افغانستان ته لاړل خو یوشمېرد امنیتي خطرونو په خاطر کارپرېښود او له ملګروملتو سره یې د کار قراردادونه فسخه کړل چې له دې کبله د دې موسسې د مامورینوشمېر کم شو.

سرمنشي بانکي مون د امنیت شوراپنځلس غړیو ته په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې د سخت دریځو له لوري د تهدید باوري راپورونه شته چې په هغو کې ویل شوي ممکن په افغانستان کې د ملګروملتوپر کارکوونکو او دفترونوبریدونه وشي.

سرمنشي په خپل راپور کې همداراز ویلي :«نامساعد امنیتي شرایط د ملګروملتوکارکوونکو،شتمنیو او عملیاتو ته جدي خطرپېښوي.»

ملګري ملتونه غواړي چې خپل یوشمېرمامورین،ممکن په درو میاشتو کې، کویت ته یوسي او د افغانستان لپاره خپل ځیني کارونه له هماغه ځایه اجرا کړي.بانکي مون ویلي چې دا مسله به د ملګروملتو پر کارونو اغېز ونه کړي.

د ملګروملتو د عراق د دفتر کارکوونکي هم په کویت کې مېشت دي.

په راپور کې دا نه دي ویل شوي چې څومره مامورین به له افغانستانه وایستل شي خوپه کابل کې د دې موسسې ویندوی دان مک نارتن وویل چې د یستل کېدونکو مامورینو شمېر به ډېر نه وي او هغه کسان چې ایستل کېږي ، کار یې د افغانستان لپاره ډېر ضروري او حساس نه دی.

د روان کال په مارچ یا حمل کې ملګروملتو وویل چې په افغانستان کې یې د بهرنیومامورینو شمېر د نهوو سوو او زرو ترمنځ دی .حال دا چې تر دې یو کال وړاندې ، په کابل کې د م.م. پر مېلمستون تر حملې مخکې ،د دې ادارې د بهرنیوکارکوونکو شمېریوولس سوه(۱۱۰۰) وو.

مک نارتن ونه ویل چې حاضردمه ملګري ملتونه په افغانستان کې څومره بهرني کارکوونکي لري.

دې موسسې حتي تېر کال د افغانستان لپاره د مامورینو په ګومارلو کې ستونزه لرله او بانکي مون ویلي چې په ملګروملتوکې له کار کولو سره لېوال کسان د امنیتي خطر په خاطرنه غواړي چې افغانستان ته لاړ شي .

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: