ولسمشرکرزی د میاشتې ۵۲۵ ډالره معاش ترلاسه کوي

تاند(یکشنبه/جون۲۰) ټاکل شوې وه چې له اداري فساد سره د مبارزې اداره نن د یو شمېردولتي چارواکو د شتمنیو لیست خپور کړي خو دې ادارې یوازې د ولسمشرکرزي شتمني اعلان کړه. د دې ادارې له لوري له خپرو شویو مالوماتو سره سم ولسمشرکرزی د میاشتې د ۵۲۵ ډالرو معادل معاش ترلاسه کوي اوپه بانک کې یې ټوله شتمني ترشل زره ډالرو کمه ده. په راپور کې ویل شوي چې کرزی په خپل نوم هیڅ راز جایداد (کور اومځکه) نه لري خوکه بخششونه او تحفې ورسره یوځای شي بیا د ده عواید د دې پنځه چنده زیاتېږي . په دې حساب د افغان ولسمشرعواید د امریکا اوبریتانیا تر مشرانو زیاتېږي ځکه چې هغوی دواړه په کال کې ټولټال څلورلکه ډالره معاش ترلاسه کوي. له اداري فساد سره د مبارزې ادارې تېره اوونۍ ویلي وو چې د ولسمشرکرزي ، د هغه د مرستیالانو،د سترې محکمې د ريیس او غړیو،لوی څارنوال او د کابینې د ټولو غړیو شتمنۍ به اعلان کړي اوپه نهایت کې به د دوو زرو دولتي مامورینو او چارواکو د شتمنیو لیستونه خپاره کړي څوپه هیواد کې د اداري فساد له مخنیوي سره مرسته وشي. له اداري فساد سره د مبارزې د ادارې ريیس محمدیاسین عثماني وايي چې روانه اوونۍ به د وزیرانو،والیانو، د ملي شورا د غړیواوپولیس چارواکو د شتمنیو لیستونه خپاره کړي. د ښاغلي عثماني په وینا په دې لیست کې به د چارواکوپه خپل یا د هغوی د ماندینواو اوتر اتلس کالو کشرو اولادونو په نوم شتمنۍ او جایدادونه هم شامل وي. ده وویل هرچارواکي چې دوی ته ناسم مالومات ورکړي وو، ممکن له قضايي تعقیب سره مخامخ شي. ویل کېږي چې د کرزي د دوو مرستیالانو په شمول یوشمېراوسني چارواکي د لسګونو ملیون ډالرو په ارزښت په افغانستان او له دې هیواده دباندې کورونه، ودانۍ او نورجایدادونه لري. د افغانستان ولسمشرپه خپل حکومت کې اداري فساد مني خو وايي چې په دې برخه کې لوېدیځې رسنۍ مبالغه کوي .د ده په نظر لویې غلاوې په هغو پروژو کې کېږي چې د بهرنیانو له لوري په ټېکه ورکول کېږي او سمه څارنه یې نه کېږي. د امریکا دفاع وزیررابرت ګېټس په مارچ کې دا خبره ومنله او ویې ویل چې امریکا ته پکار ده چې د ټېکو په قراردادونو کې د پروسې شفافیت ته توجه زیاته کړي. د ولسمشرکرزي له لوري د خپلو شتمنیو د ښکارولو په سند کې ویل شوي چې دی د میاشتې ۵۲۵ ډالره معاش ترلاسه کوي اوپه جرمني کې په دوو حسابونو کې (په یوه کې ۱۵۶۳۵ یورو- ۱۳۴ ډالر) لري چې د دواړوحسابونو پیسې ۱۸۸۹۶ ډالره کېږي. کرزي په لیکلي ډول ویلي چې په خپل نوم نه کور او نه هم بل ډول جایداد لري.ده همداراز د خپلې مېرمنې د ګېڼو ارزښت یوولس زره شپږ دېرش ډالره ښوولی دی.د کرزي مېرمن ډاکتره ده خو په کور ناسته ده . په لیست کې د کرزي د وروڼو شتمنیو ته اشاره نه ده شوې چې ویل کېږي په داخل او خارج کې لوی کاروبار لري.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: