ايرانۍ ښځې ډېر سينګار كوي

تاند(دوشنبه/جون۲۱) په ايران كې چې يو دېرش كاله پخوا ( په ۱۹۷۹ كې ) اسلامي انقلاب راغى ، نو د سينګار په سامان لكه لبسرين او رنګ ناخن باندې بنديز ولګېد. خو نن سبا ايران په منځني ختيځ كې د سينګار د سامان دويم درجه لوى مصرف كوونكى هيواد دى . د اسلامي انقلاب له كاميابي وروسته به د امر باالمعروف پوليس د ښارونو په كوڅو كې ګرځېدل او هغه ښځې به يې جريمه كولې يا حتى بنديانولې چې سينګار به يې كړى و. دغه شدت تر هغو پورې روان و چې په ۱۹۸۰ كال كې د ايران او عراق جګړه ونښته. دې جګړې اته كاله ادامه ومونده. د سينګار د وسايلو په وارداتو باندې بنديز د نويمو كلونو په منځ كې ختم شو او كله چې د سينګار وسايل راوارد شول نو ښځو يې رانيولو ته منډه ورواخيسته. ايرانيان اوس د سينګار په وسايلو په كال كې دوه زره ميليونه ډالره لګوي. دغه هيواد چې څلوراويا ميليونه نفوس لري، له سعودي عربستانه وروسته په سيمه كې د سينګار د سامان تر ګردو لوى مصرفوونكى هيواد دى . په منځني ختيځ كې چې د سينګار څومره سامان استعمالېږي، د هغو نهه ويشت فيصده يوازې له ايران سره تعلق لري. د فرانس پرس اژانس له راپور سره سم، پخپله په ايران كې د سينګار سامان په ډېره پيمانه نه توليدېږي ، ايران ته د سينګار د وسايلو لويه برخه له خارجه په قانوني ډول او يا له دوبۍ او د اماراتو له نورو ښارونو څخه د قاچاق په ډول راوړل كېږي. په ا يران كې له قاچاق سره د مبارزې د ادارې مشر عباس نجفي اټكل كوي چې ايران ته د سينګار د وسايلو قاچاق په كال كې اووۀ ، اووه نيم سوه ميلونه ډالرو ته رسېږي. د سينګار اكثره قاچاقي سامان د ارزانې بيې مال دى چې معمولا په چين كې تولېدېږي او كيفيت يې ټيټ دى او صحت ته شايد تاوان پېښ كړي. له يوې سروې سره سم، د ايران څورلس ميليونه ښارۍ ښځې او نجونې چې د پنځلس او پنځه څلوېښت كلونو تر منځ عمر لري، په متوسط ډول د مياشتې اووه ډالره د په سينګار او د سينګار په وسايلو مصرفوي. څرنګه چې په ايران كې د تنخواه متوسطه اندازه د مياشتې درې سوه ډالره ده، نو په سينګار باندې د اووو ډالرو مصرف د كورنيو له وسه پورته نه ښكاري. په ايران كې د سينګار د بازار د تودېدو وجه دا ښودل شوې ده چې د دغه هيواد د نفوسو لويه برخه يعنې په سلو كې پنځه شپېته خلك په ښارونو كې اوسي او بل په ايران كې د ځوانانو شمېر زيات دى . د دغه هيواد پوره نيم نفوس تر دېرش كاله كم عمر لري . په ايران كې له اسلامي انقلابه راوروسته ښځې له كوره د باندې داسې لباس اغوندي چې يوازې مخ او لاسونه يې ورڅخه ښكاري. نور نو ټول بدن او منجمله د سر وېښتان بايد پټ وي . په تهران كې د سينګار د سامان يوې پلرونكې ، مينا ، فرانس پرس اژانس ته ويلي دي چې د شرعي حجاب د مراعاتولو په وجه د سينګار هغه وسايل ډېر پلورل كېږي چې د مخ او د لاس او نوكانو په ارايش كې ورنه استفاده ممكنه ده . البته، د دولت مامورينې د مخ د ارايش په برخه كې تر اوسه پورې له ځينو بنديزونو سره مخ دي. د مينا په قول ، ځينې ايرانۍ نجونې هره ورځ څه باندې يو ساعت هيندارې ته ولاړې وي چې سينګار وكړي. مينا وايي، كه په اروپا كې سينګار كول او سينګار نه كول ، دواړه يو ډول اهميت لري ، خو په ايران كې ځوانې ښځې او پېغلې د مخ سينګار او ميك اپ ته ډېر اهميت وركوي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: