ناټو ځواکونه وايي د طالبانو یو جګپوړي مقام یې نیولی

ناټو ځواکونو نن په یوه اعلامیه کې ادعا وکړه چې د طالبانو یو جګپوړی مقام یې تېره شپه د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې له افغان امنیتي ځواکونوسره په ګډو عملیاتو کې نیولی دی.

د ناټو ځواکونو په اعلامیه کې ویل شوي چې نیول شوی کس په وروستیو کې د بغلان د مالي چارو د مشر په توګه ټاکل شوی وو.

دوی وايي چې هغه یې (نوم یې نه دی څرګند کړی)د استخباراتي مالوماتو پراساس په یوه کور کې له دوو نورو مشکوکو کسانو سره ونیوه .

ناټو په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي چې پرون یې یو بل سرتېری د افغانستان په جنوب کې د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.ناټو د خپلو وژل شویو عسکرو ملیت نه ښيي .خو دبریتانیا دفاع وزارت نن وویل چې وژل شوی عسکر بریتانوی دی.

پر دغه بریتانوي پوځي سربېره پرون د ناټو نهه سرتېري وژل شوي وو.په هغو کې څلور تنه د یوې الوتکې د لوېدو له کبله مړه شوي ول خو نور له طالبانو سره د جګړې یا د سړک د غاړې په بمي بریدونه کې وژل شوي ول.

د دغه بریتانوي پوځي له وژل کېدو سره په روان جون کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د تلفاتو شمېر۶۵ تنو ته ورسېد.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: