د امنیت شورا پلاوی وايي له تور لیسته به د طالب مشرانو نومونه تدریجي وباسي

د افغانستان ولسمشرحامد کرزي د سې شنبې په ورځ د ملګروملتو د امنیت شورا له پلاوي سره په کتنه کې له دې شورا وغوښتل چې له توره لیسته د طالبانو د مشرانو نومونه وباسي .

پرون ماسپښین د ملګروملتو د امنیت شورا پنځلس کسیزپلاوي ، چې مشري یې په دې شورا کې د ترکیې استازي اتغرل اپاکان کوله،د جمهوري ریاست(ارګ) په ماڼۍ کې له ولسمشرکرزي سره په خبرو کې ژمنه وکړه چې امنیت شورا د اوږدې مودې لپاره د افغانستان له خلکو او حکومت سره مرستو او ملاتړ ته دوام ورکوي.

په دې کتنه کې ښاغلي کرزي له پلاوي وغوښتل چې امنیت شورا دې د طالب مشرانو نومونه له تور لیسته وباسي چې په مقابل کې یې د امنیت شورا غړیو ورته وویل : دا شورا به په تدریجي ډول د هغو طالب مشرانو نومونه له تور لیسته وباسي چې له القاعده سره اړیکې نه لري.

ګومان کېږي چې د امنیت شورا غړي دې ته حاضر شوي وی چې د طالبانو د مشر ملاعمر او د هغه د ځینو نورو نژدې همکارانو نومونه له تور لیسته وباسي خو داسي نه ښکاري چې د جلال الدین حقاني نوم وباسي ځکه امریکا باور  لري چې د حقاني ډله له القاعده شبکې سره نژدې اړیکې لري.خو د پوځي چارو کتونکي وايي دې ته په پام سره چې د حقاني شبکه د پاکستان د غښتلې استخبارتي موسسې له ملاتړه برخمنه ده ،د دې ډلې له پخلاینې پرته هم په افغانستان کې دوامداره سوله ممکنه نه ده.

کابل ته د ملګروملتو په راغلي پلاوی کې د امریکا، بریتانیا،مکسیکو،اتریش،بوسنیا هرزګووینیا، برازیل،فرانسې،چین،ګابون،جاپان، لبنان،نایجریا، روسیې،یوګنډا او په افغانستان کې د ملګروملتو خاص استازی شامل ول.

دوی د سولې د ملي مشورتي جرګې، د پخلاینې او په ټولنه کې د دولت د وسله والو مخالفانو د جذب، د کابل کنفرانس، له ترهګرۍ او اداري فساد سره د مبارزې په باب هم خبرې وکړې.

د امنیت شورا پلاوي ولسمشرکرزي ته وویل چې له تورلیسته د طالب مشرانو نومونه به په تدریجي ډول او د افغانستان له حکومت سره په مشوره لېري کړي .

کرزي د امنیت شورا له استازو وغوښتل چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.ده وویل په افغانستان کې پرتروریزم هغه وخت تسلط ممکن دی چې د افغانستان امنیتي ځواکونه وروزل شي او به ښو وسلو سمبال شي.ده سیمه ییزې همکارۍ هم د افغانستان او درستې سیمې د ثبات لپاره مهمې وبللې.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: