د ننګرهار پر يوه ديني عالم له حملې وژغورېد

د ننګرهار په مشهور ديني عالم او د تېرې دورې د ولایتې شورا په مرستيال مولوى عبدالعزيز خېرخواه نن غرمه مهال بمي بريد وشو چې په نتیجه کې یې یو تن وژل شوى او ٤ نورټپيان شوي. دا پېښه د جلال اباد ښار د جنوب په تقريباً ٨ کيلومترۍ کې د مولوی خیرخواه د موټرپه لاره کې وشوه . خو له بلې خوا د ننګرهار دوالي وياند احمد ضيا عبدالزي وويل: پېښه د ورځې په يوولس نيمو بجو وشوه او ويل شوي چې بم د ده په موټر کې ځاى پر ځاى شوى و، خو لا هم معلومه نه ده چې د سړک دغاړې بم و او که ريموټي. د ننګرهار د عامې روغتيا مرستيال ډاکټر بازمحمد شېرزاد ده وويل: د ټپيانو حالت ډېر بد نه دى.ده وويل د يوتن ټپي وضعه ښه وه او رخصت شوى، درې تنه نور تر درملنې لاندې دي، په دغو کې مولوي عبدالعزيز هم شامل دى. مولوي عبدالعزيز یو له هغو دیني عالمانو ځنې دی چې تل د حکومت ملاتړ کوي او په زغرده په غونډو کې اوسنۍ اداره قانوني او مشروع دولت بولي. تراوسه پورې د دولت وسله والو مخالفانو د دې برید په اړه څه نه دي ویلي . طالبانو پرون د کندوز ولایت پر سرطبیب د حملې مسوولیت په غاړه وانخیست .خو دولتي چارواکو د هغه ترور د طالبانو کار وباله .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: