په پاکستان کې ۵ امریکایان په ۱۵ کاله بند محکوم شول

د پاکستان د پنجاب صوبي د سرګودې د ترهه ګرۍ ضد محکمې ۵ امریکایان له سخت دریځو ډلو سره د ملګرتوب اود ترهګرو هلوځلوپه جرم په ۱۵ کاله بند محکوم کړل . دغه پنځه امریکایان د تېرکال(۲۰۰۹) د دسمبر په لسمه د پنجاب صوبې په سرګودې ښار کې نیول شوي ول . دوی پرون محاکمه شول خو قاضیانو د محکمې فیصله نن اعلان کړه. دوی په اویا زرو پاکستانۍ روپیو جریمه شوي هم دي او که جریمه ورنه کړي د بند موده به یې نهه میاشتې زیاته شي. دغه امریکایان عمر فاروق ، وقار حسن ،عمان حسن يامير، رامي زم زم او احمد عبدالله نومیږي چي له ۱۹ تر ۲۵ کلونو عمرونه لري . د دوو تنو محکمو شویو امریکایانو د کورنۍ غړي وايي چې د محکمې پرېکړه د دوی لپاره د باور وړ نه وه ځکه چې د دوی اولادونه پاکستان ته د تروریستي فعالیتونو لپاره نه بلکې له یتیمانو سره د مرستې لپاره تللي ول. پاکستاني چارواکي وايي دغو پینځو امریکایانو نیت درلود چې جنوبي وزیرستان ته ولاړ شي. د محکمې مسوولانو وویل چې دې کسانو ته په دوو قضیو کې د مجرم پېژندلو په خاطر سزا ورکړای شوې.په دسیسه کې د لاس لرلو له کبله په پنځوس ـ پنځوس زره روپۍ جریمه او په لس – لس کاله بند محکوم شوي .او د تروریستي فعالیت له امله په پنځه – پنځه کاله بند او پنځه ویشت – پنځه ویشت زره روپیو جریمه شوی دي. د هغوی په وینا په نهایت کې به محکومان لس کاله په بند کې تېر کړي ځکه چې دواړه قیدونه په یو وخت پیلېږي. د دوی محاکمه د سرګودې په محبس کې ترسره شوه . په دوی کې دوه تنه پاکستاني الاصله دي ، یو ایتوپیايي ، بل ایریتریايي او درېم مصري الاصله دی.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: